ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا-خوست د سړک جوړونې قرارداد د درېيم ځل لپاره لغوه شو

28 Dec 2011 - 12:49
28 Dec 2011 - 12:49

خوست ښار (پژواک ٧ مرغومى ٩٠): د خوست او پکتيا ولايتونو چارواکي وايي، چې د خوست-ګردېز د لويې غځېدلې لارې قرارداد د درېيم ځل لپاره لغوه شو او چارې يې ځنډېدلې دي.

د پکتيا د ټولګټو چارو رييس انجنير عبدالله دراني پژواک اژانس ته وويل، چې د امريکا د پرمختيايي ادارې (USAID) او د سړک جوړوونکي کمپنۍ (L.B.G) تر منځ شوى قرارداد لغوه شوی دى.

د هغه په وينا، د قرارداد د فسخ کېدو په لاملونو نه پوهېږي، خو نوى قرارداد به له روان ژمي څخه وروسته په راتلونکي نوي لمريز کال کې له يوې بلې د سړک جوړونې له کمپنۍ سره کېږي.

نوموړى زياتوي: ((مرستندويه ادارې (USAID) ډاډ راکړی، چې د خوست-ګردېز لارې جوړولو ته بوديجه لرو او له بلې کمپنۍ سره به قرارداد کوو او دا لار به خامخا جوړوو.))

د خوست-ګردېز تر منځ ١٠٢کيلومتره غځېدلى سړک د امريکا د متحده ايالاتونو د نړيوالې پرمختيايي ادارې (USAID) له خوا د شاوخوا ١٠٠ ميليونه ډالرو په لګښت جوړيږي.

د دغه سړک د جوړولو چارې شاوخوا درې نيم کاله مخکې د (B.S.C) په نوم يوه هندي شرکت ته ورکړل شوې وې او د نامعلوم لامل له مخې دوه نيم کاله وروسته ورسره قرارداد لغوه شو او تېر کال يې چارې د درېيو افغاني شرکتونو له خوا پيل شوې وې، خو له هغوى سره هم له يو کال وروسته د ناڅرګند لامل له امله قرارداد لغوه شو.

د خوست د فوايدعامې رييس انجنير مامورشاه هم مني، چې ياد قرارداد لغوه شوی او د سړک چارې ځنډېدلې دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((سړک اوس تر ډېره قير اچونې ته چمتو شوی او که پرې وانه چول شي، په ژمي کې به يې بارانونه او واورې بېرته خراب کړي او بله دا چې خلک به په واور او بارانونو کې په تګ راتګ کې ډېرې ستونزې ولري.))

د هغه په وينا، دوی د خوست د والي په لارښوونه له دې ستونزې اړوند وزارت پر وخت خبر کړی او د مرستې په هيله يې دي.

د خوست او پکتيا ولايتونو اوسېدونکي هم د درېيم ځل لپاره د قرارداد په لغوه کېدو ناهيلي شوي دي.

د خوست ښار اوسېدونکی نورعلي، چې په همدې لاره ټکسي موټر چلوي، وايي، نه پوهېږي، چې ولې د دغه سړک کار، کال په کال ځنډيږي او قرارداودنه يې لغوه کېږي.

د ده په وينا، ډونر بايد په لومړيو کې د دې لارې قرارداد داسې يوه شرکت ته ورکړى واى، چې باوري واى.

د پکتيا يو اوسېدونکی عصمت الله بيا وايي، چې د جوړ شوي سړک زياتره برخې بېرته خرابې شوې دي.

د ده په خبره، که د سړک کار له سره ونه رغول شي، امکان شته چې د ژمي له تېرېدو وروسته بېرته خراب شي.

پژواک هڅه وکړه، چې په خوست کې د امريکا د پرمختيايي ادارې (USAID) له څانګې سره په دې اړه اړيکې ونيسي، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

د يادونې ده، چې په ٢٠٠٩ زېږديز کال کې د افغان دولت او قراردادي کمپنيو تر منځ د ١٨ مياشتو په موده کې د خوست-پکتيا تر منځ د غځېدلي سړک د بشپړېدو قرارداد شوى و، خو تر اوسه يې ٦٠ سلنه چارې بشپړې شوې دي.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version