ګردېز (پژواک ٢٢ وږى ٩١): د خوست–ګردېز د لويې لارې د جوړولو چارې يو ځل بيا نن د فوايد عامې وزارت له خوا، چې د امريکا په مالي لګښت جوړېږي، پيل شوې.
دغه پنځم ځل دى، چې د خوست-ګردېز ترمنځ د لويې لارې د جوړېدو پرانيسته کېږي، خو د بېلابېلو پټو لاملونو له امله يې چارې بيا په ټپه ودرېږي.
نن (د وږي ٢٢مه) د فوايد عامې وزارت اداري مرستيال حاجي اکبر بارکزي، تخنيکي مرستيال نورګل منګل او د پکتيا والي جمعه خان همدرد د څټو کنډو په سر کې د ياد سړک د جوړېدو پرانيسته وکړه.
د فوايد عامې وزارت تخنيکي مرستيال پژواک اژانس ته وويل، چې ياد سړک ټول ١٠٥ کيلومتره دى، چې اوس يې يواځې د ٣٨ کيلومتره د جوړېدو چارې پاتې دي او نور بشپړ شوى دى.
د هغه په وينا، دا ځل به دوى په خپله د دغه سړک د جوړولو د چارو کلکه څارنه کوي او نه به پرېږدي، چې بيا يې پر وړاندې خنډونه جوړ شي.
نوموړي زياته کړه، چې د جوړېدو چارې يې د المشرق په نوم يو افغاني ساختماني شرکت ته ورکړل شوې او د راتلونکي کال تر نيمايي به يې چارې بشپړې شي، خو د امنيت په برخه کې يې بايد د سيمې خلک مرسته وکړي.
د مراسمو پر مهال د پکتيا والي وويل، چې که د دغه سړک د جوړېدو چارې بيا ودرېدې، نو د بيا ځل لپاره ورته بودجه نه منظوريږي.
د هغه په وينا، دا ځل بيا د امريکا پرمختيايي ادارې (USAID) بوديجه په ډېره سخته منظوره کړه او که چارې يې بشپړې نه شي، د بل ځل لپاره يې امکانات نشته.
د دغه سړک د جوړولو چارې شاوخوا څلور کاله مخکې د يو هندي شرکت له خوا پيل شوې وې، چې تر اوسه يې نږدې ٦٠ سلنه کار بشپړ شوى دى.
خو ياد هندي شرکت ونه شول کولاى، چې په ټاکلي وخت د سړک کار بشپړ کړي، نو ځکه يې ورسره شوى قرارداد فسخ کړ.
د دغه سړک قرارداد له هندي کمپنۍ وروسته بيا له درېيو افغاني شرکتونو سره وشو، چې يو کال وړاندې د نامعلومو لاملونو له امله له همدغو درې افغاني شرکتونو سره هم قراردادونه لغوه شول.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن