ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوو سيمه ييزو طالب قوماندانانو د وژلو خبر ورکړل شو

29 Dec 2011 - 15:57
29 Dec 2011 - 15:57

غزني ښار( پژواک ٨ مرغومى ٩٠): د غزني ولايت چارواکي وايي،چې د تېرو دوو ورځو په عملياتو کې يې د وسله والو طالبانو دوه سيمه ييز قوماندانان وژلي دي.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده نن د(مرغومي په ٨ مه) په يوه خبري غونډه کې وويل، چې افغان او بهرنيو ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د ګډو عملياتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو دوه سيمه ييز قوماندانان وژلي دي.

د هغه په وينا، په تېرو دوو ورځو کې ګډو ځواکونو د ګيلان ولسوالۍ اړوند د رسنې په کلي کې د جهادي او سباوون په نومونو د وسله والو طالبانو دوه قوماندانان وژلي دي.

نوموړي وويل، چې وژل شويو قوماندانانو په سيمه کې ناامني رامنځ ته کړې وه او د افغان او نړيوالو ځواکونو پر وړاندې يې په وسلوالو بريدونو او د ماينونو په خښولو کې لاس درلود.

والي زياته کړه: ((په ټول ژمي کې به د وسلوالو طالبانو پر خلاف دا ډول عمليات جاري ساتو او د نا امنيو مخه به نيسو.))

وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

دغه راز موسى خان اکبر زاده وويل، چې په نږدې راتلونکي کې به د غزني د ناوې ولسوالۍ د بېرته نيولو په موخه عمليات پيل کړي.

د ده په وينا، د ناوې ولسوالۍ به له درېيو کلونو وروسته له سره فعاله کړي او د خلکو لپاره به په کې پراختيايي او پرمختيايي پروژې پيل کړي.

د غزني والي د ناوې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو د مرکز په نوم ياده او زياته يې کړه، چې ناوې ټول غزني نارامه کړى دى.

ناوه ولسوالي د غزني مرکز سوېل ته په ١٣٠ کيلومترۍ کې پرته ده، چې په ختيځ کې د پکتيکا له وازې خوا، سوېل کې د زابل له نوبهار، شمال او شمال لوېديځ کې د غزني د مقر او ګيلان له ولسواليو سره ګډه پوله لري.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version