ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني والي د پي ار ټي له خوا د ٢٨ ميليونو ډالرو پروژو ادعا رد کړه

31 Dec 2011 - 17:37
31 Dec 2011 - 17:37

غزني ښار (پژواک ١٠ مرغومى ٩٠): د غزني والي په دې ولايت کې د پي ار ټي له خوا د بيارغونې په برخه کې د ٢٨ ميليونو ډالرو د لګولو ادعا رد کړه او ويې ويل، چې په دې پيسو کې اختلاس شوى دى.

 په غزني ولايت کې د ايساف په چوکاټ کې پولنډي ځواکونه مېشت دي او د ولايتي بيارغونې ډله هم په دوى پورې اړونده ده.

 د غزني والي موسى خان اکبرزاده د مرغومي په لسمه يوه خبري ناسته کې، هغه سندونه خبريالانو ته وښودل، چې د پولنډ پي ار ټي په تېرو دوو کلونو (٢٠١٠ او ٢٠١١) کې پر پروژو د لګښت يادونه په کې کړې وه.

 هغه زياته کړه، چې ٢٨ ميليونه ډالر خورا ډېرې پيسې دي، خو د هغو پروژو شمېر تر دې ډېر کم دى، چې يادې شوې پيسې پرې لګېدلې دي.

 د ده په وينا، ښايي په دې پيسو کې اختلاس شوى وي، چې په اړه به يې د پولنډ له پي ار ټي او له هغو حکومتي ادارو څخه پلټنې پيل کړي، چې دغه پيسې يې لګولې دي.

 نوموړي وويل، چې په دې سند کې په تېرو دوو کلونو کې ډېرې پيسې د عامې روغتيا، پوهنې او کرنې په برخه کې په پراختيايي پروژو لګېدلې دي.

 اکبرزاده زياته کړه، چې يواځې د پوهنې په برخه کې ٤،٦٥ ميليونه ډالر لګېدلي، چې په وينا يې، په دومره پيسو ډېر کار کېږي او ډېر نوي ښوونځي پرې جوړېدلى شي؛ خو نه دي شوي.

 د والي په وينا، په همدې موخه يې د پلټنې لپاره يو پلاوى ټاکلى، ترڅو د لګول شويو پيسو په اړه پوره معلومات راټول او د بشپړو شويو پروژو کچه معلومه کړي.

 ده وويل: ((له فساد سره به کلکه مبارزه کوو او که دغه پيسې د پروژو پر ځاى جيبونو ته تللې وې، نو په اړه به يې جدي اقدام کوم.))

 تېره اونۍ د غزني د ولايتي ادارې له لوري، له چارواکو د حساب ورکولو لړۍ پيل شوه، چې په يوه نيمه مياشت کې به د خپلو کارونو په اړه هره اداره خپل راپور وړاندې کوي.

 د غزني د پوهنې رييس حسني مبارک عزيزي وايي، چې بايد د پي ار ټي له لوري د لګول شويو پيسو په اړه جدي پلټنه وشي.

 هغه پژواک ته وويل، چې د پوهنې په برخه کې د پولنډ هېواد له لوري د بشپړو شويو پروژو په اړه ټول راپور لري او له غوښتنې سره سم به حساب ورکړي.

 نوموړى وايي، چې پي ار ټي مخامخ چاته پيسې نه ورکوي، بلکې د هرې پروژې قرارداد په خپله کوي او د پوهنې رياست يواځې د پلې کېدو اړتيا ته په پام سره مرستندويانو ته وړانديز ورکوي.

 د غزني د ولايتي شورا منشي عبدالولي خانزاده بيا وايي، چې په هر ځاى کې د ولايتي بيارغونې ډلې پروژو ستونزې راولاړې کړې دي.

 د هغه په وينا، د حکومتي ادارو له خبرېدو پرته په خپلسر له ساختماني شرکتونو سره قرارداد کوي او د کوچنيو پروژو، لوړه بيه پرې کوي.

 نوموړي زياته کړه: ((په تېرو دوو کلونو کې د ٢٨ ميليونو امريکايي ډالرو لګښت هېښ کړى يم، بايد د ټول لګښت او هرې پروژې پوښتنه وشي.))

 قومي مشر او د غزني ښار اوسېدونکى حاجي محمد نعيم هم وايي، چې د ٢٨ ميليونو ډالرو د لګښت بايد بشپړه پوښتنه وشي.

 نوموړي يې هم لامل د پي ار ټي له خوا خپلسري قرار دادونه وبلل او د بېلګې په توګه يې د غزني ښار د درېيم پلان د اوبو رسولو شبکه ياده کړه، چې د ولايت او اوبو رسولو د ادارې له خبرتيا پرته د ساختماني شرکت او پي ار ټي ترمنځ يې تړون شوى و.

 په غزني کې مېشت د پولنډ ولايتي رغونې ډلې د پيسو د لګښت او د پروژو د شمېر په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version