ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د پوهنې په برخه کې د پي ار ټي له خوا د لګول شويو پيسو د پلټنې غوښتنه وشوه

4 Jan 2012 - 19:22
4 Jan 2012 - 19:22

غزني ښار (پژواک ١٤ مرغومى ٩٠): د غزني د پوهنې رييس په دغه ولايت کې د مېشتې ولايتي بيارغونې ډلې له خوا د پوهنې په برخه کې د لګول شويو پيسو د ادعا په اړه د پلټنې غوښتنه وکړه.

 د غزني د پوهنې رييس حسن مبارک عزيزي نن (د مرغومي ١٤مه) په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په تېرو دوو کلونو کې په دې ولايت کې د پوهنې په برخه دومره پيسې نه دي لګول شوي، لکه څومره چې د ولايتي بيارغونې ډلې اعلان کړې دي.

 د غزني والي هم څو ورځې وړاندې په دې ولايت کې د پي ار ټي له خوا د بيارغونې په برخه کې د ٢٨ ميليونو ډالرو د لګولو ادعا رد کړې وه او ويلي يې و،چې په دې پيسو کې اختلاس شوى دى.

 د غزني د پوهنې رييس په نننۍ خبري ناسته کې زياته کړه، چې د ولايتي بيارغونې ډلې د غزني له پوهنې رياست سره په بېلا بېلو برخو، تدريسي،اداري او پراختيايي برخو کې مرستې کړې دي؛ خو پر دې چارو دومره پيسې نه دي لګېدلې، لکه دوى چې وايي.

 د غزني د ولايتي بيارغونې ډلې په راپور کې چې څو ورځو مخکې يې خپور کړى و، راغلي چې په تېرو دوو کلونو کې يې په غزني کې ٢٨ ميليونه ډالر لګولي، چې ډېره برخه يې د روغتيا، پوهنې او کرنې په برخو کې ده.

 د پي ار ټي د راپور له مخې، ٤،٦٥ ميليونه د پوهنې، درې ميليونه د کرنې او د څه باندي پنځه ميليونه د روغتيا په برخو کې لګول شوې دي.

 د غزني دکرنې رييس سلطان حسين عباسيار او د عامي روغتيا سرپرست ډاکټر احمد شاه هم وايي، چې د لګول شويو پيسو په اړه دې پلټنه وشي.

 تر دې مخکې د غزني والي دا نيوکه هم کړې وه، چې د ولايتي بيارغونې ډلې ځينې قراردادونه په خپلسر کړي او دوى ترې ناخبره دي.

 د غزني د ولايتي شورا غړې ژولينا فيضي هم وايي، چې په تېرو څو کلونو کې خپلسرې او پټ قراردادونه د دې لامل شوي، چې غلا، اختلاس،د پيسو ورکېدل او د ټيټ کيفيت پروژو ته لاره هواره شي.

 نوموړې پژواک اژانس ته وويل، چې ٢٨ ميليونه ډالر ډېرې پيسې دي او بايد په اړه يې جدي او بېړنۍ پلټنه پيل شي.

 که څه هم د دې موضوع په اړه په غزني کې مېشتو د پولنډ او امريکا د ولايتي بيارغونې ډلو څه نه دي ويلي او پژواک خبري اژانس هم ونه توانېد چې د دوى نظر واخلي؛ خو تېره اونۍ د پولنډ د پي ار ټي مشر، په راروان ٢٠١٢ زېږديزکال کې په پراختيايي پروژو د اوو ميليونو ډالرو د لګېدو خبر ورکړ.

 د يادونې وړ ده، چې په غزني کې ډېرى پرمختيايي چارې د پولنډ هېواد اړوند د ولايتي بيارغونې ډله پر مخ وړي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version