ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميوند کې د ٢٧ تنو په وژلو کې برخه اخيستونکى ونيول شو

31 Dec 2011 - 17:29
31 Dec 2011 - 17:29

کندهار ښار (پژواک ١٠ مرغومى ٩٠): په کندهار کې د ملي امنيت رياست منسوبينو هغه تن نيولى، چې دوه کاله وړاندې يې د کندهار – هرات پر لويه لاره د يوه ٣٠٣ موټر د ٢٧ سپرليو په وژلو کې برخه اخيستې وه.

دوه کاله وړاندې، د ١٣٨٧ لمريز کال د تلې په ٢٨مه، وسله والو طالبانو د کندهار- هرات پر لويه لاره د ميوند ولسوالۍ په اړونده سيمه کې له يوه ٣٠٣ موټر څخه ٢٧ سپرلۍ تر ښکته کېدو وروسته ووژلې.

 

د وژل شويو وګړو جسدونه، چې ځينې يې په مرميو لګېدلي او له ځينو سرونه غوڅ شوي وو، تر وژل کېدو څو ورځې وروسته د ځايي خلکو په مرسته وموندل شول.

 

هغه مهال وسله والو طالبانو ويلي وو، چې وژل شوي ټول کسان د ملي اردو سرتېري وو، چې په ساده جامو کې هلمند ولايت ته روان وو؛ خو دولتي چارواکو ويل، چې وژل شوي کسان ملکي وګړي وو، چې د مزدورۍ لپاره ايران ته روان وو، چې ډېرى يې د لغمان ولايت اوسېدونکي وو.

 

د کندهار د ملي امنيت منسوبينو نن د مرغومي په ١٠مه، پنځه وسله وال مخالفين، چې د بېلابېلو عملياتو پر مهال له وسلو او چاودېدونکو توکو سره نيول شوي وو، خبريالانو ته وښودل.

 

د دغې ادارې مسوولين وايي، چې دغه کسان يې په بېلابېلو عملياتو کې له درېيو ډبو چاودېدونکو توکو، يو پارسل امونيم نايټرېټ، ٣ کلاشينکوفونو، ٤ تومانچو، ٣ آيکم مخابرو، ٥ لاسي بمونو او د تېزاب شيندلو له يوې الې سره نيولي دي.

 

نيول شوي وګړي، شاه پسند، بشير احمد، ولي محمد، فضل الدين او محمد نبي نومېږي، چې د شاوليکوټ، ميوند، د کندهار ښار د اوومې ناحيې او د هلمند ولايت د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

 

د نيول شويو له ډلې بشير احمد، چې د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکى او د څلورو تنو قوماندان دى، په خبري غونډه کې ومنله، چې دوه کاله وړاندې يې د کندهار _ هرات پر لويه لاره د يوه ٣٠٣ موټر د ٢٧ سپرليو په وژلو کې برخه اخيستې ده.

 

هغه له وسله والو مخالفينو سره د يو ځاى کېدو او تر سره کړيو کارونو په اړه داسې وويل: ((زما نوم بشير احمد دى، څلور کاله مخکې مې په ميوند ولسوالۍ کې دوکان کاوه؛ يوه ورځ مولوي بصير، چې په سيمه کې د طالبانو قوماندان دى، خپل دوه تنه په ما پسې راولېږل او راته ويې ويل، چې ته به زموږ سره کار کوې، که داسې نه وي، نو نور دلته دوکان نه شې کولى.))

 

دى وايي، له همدې امله له وسله والو طالبانو سره ملګرى شو او څلور تنه ورکړل شول، چې هغه يې د قوماندان په توګه کار کاوه.

 

هغه وړاندې زياته کړه: ((د خپلو څلورو ملګرو سره يو ځاى مې د لومړي ځل لپاره د کندهار-هرات پر لويه لاره د بهرنيانو پر کتار بريد وکړ؛ وروسته مولوي بصير د يوه انجنير د وژلو راته وويل، هغه مې وواژه؛ دغه راز څه موده وروسته مې د هغه په غوښتنه د اسحاقزو د قوم مشر محمد ګل او د نوروز د قوم مشر خيرو هم ترور کړل.))

 

د وسله والو نيول شوي قوماندان د خپلو اعترافاتو په دوام وويل، چې دوه کاله مخکې د کندهار _ هرات پر لويه لاره مولوي بصير يو ٣٠٣ موټر راګرځولى و او ٢٧ تنه يې ښکته کړي وو او ټول يې پر خپلو کسان وېشلي وو او ووژل شول.

 

نوموړى وايي: ((مولوي بصير د موټر د نيول کېدو پر مهال راته زنګ وواهه او ويې غوښتلو، زموږ ګروپ ته يې د نيول شويو کسانو له ډلې څخه دوه تنه راوسپارل، چې ما او زما ملګرو په ګډه د ميوند ولسوالۍ د بند تېمور په يوه شېله کې ووژل.))

 

د نيول شويو کسانو له ډلې څخه پاتې نورو هم پر خپلو جرمونو اعترافات لرل او ويل يې، چې په بېلابېلو وختونو کې يې پر کورنيو او بهرنيو سرتېرو وسله وال بريدونه او بمي چاودنې کړې دي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version