ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې ډله ییز برید د ۴ بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی

16 Jan 2021 - 10:35
16 Jan 2021 - 10:35

کندهار (پژواک، ۲۷ مرغومی ۹۹): د کندهار د ملي امنیت ریاست د موټرو پر ورکشاپ ډله ییز برید د ۴ بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد.

دغه برید نن سهار شاوخوا اته بجې د کندهار سپین- بولدک پر لویه لار د دامان ولسوالۍ په ساحه کې د ملي امنیت د موټرو پر ورکشاپ د هاموې موټربم پر چاودنې پیل وشو.

وروسته درې برید کوونکي چې پر سپکو او وسلو سمبال وو، دغې ودانۍ ته ننوتل او له امنیتي ځواکونو سره یې جګړه پيل کړه.

د کندهار امنیې قوماندانۍ د امنیت امر مل پاسوال فرید مشعل پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو سهار اته بجې د ملي امنیت موټرو پر ورکشاپ د هاموې موټربم په وسیله برید وکړ.

چاودنه دومره زوروره وه چې تر لرې یې غږ اورېدل شوی او د نږدې ودانیو او ان کندهار هوايي ډګر د ترمینل هېندارې یې ماتې کړې دي.

هغه زیاته کړه، وروسته پر وسلو سمبال بریدګر ودانۍ ته ننوتل او له امنیتي ځواکونو سره یې جګړه پيل کړه.

دی وايي، په دغه برید کې د ملي امنیت دوه سرتېري ټپيان شوي او نور چا ته زیان نه دی اوښتی خو ودانۍ ته دروند مالي زیان اوښتی دی.

د ده په خبره، دغه برید له شاوخوا دوو ساعتونو وروسته د ۳ بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد.

مشعل وویل، د پېښې په ځای کې یو بل کرولا موټر چې چاودېدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي وو او چاودنې ته اماده کړل شوی و، د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ شو.

دی وايي، اوس مهال د پېښې په ځای کې د ګډو ځواکونو له خوا تصفیه روانه ده څو د وسله والو له خوا اېښودل شوي ماینونه کشف او له منځه یووړل شي.

نوموړی وايي، وسله والو پر داسې ځای برید کړی چې د ملي امنیت د موټرو ترمیم ځای و او یوازې په کې ملکي وګړو کار کاوه.

ده ډاډ ورکړ چې وسله وال مخالفین په دغسې بریدونو سره خپلو موخو ته نه شي رسېدای او دوی به په ښار او ولسوالیو کې هغوی وځپي.

د برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.

طالب ویاند ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استول شوي پيغام کې ویلي، نن سهار کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د ملي امنیت پر ځانګړې قطعې د مازدا موټربم په وسیله چاودنه ترسره شوه او وروسته دوه تنه چې په وسلو او لاسي بمونو سنبال وو، ودانۍ ته ننوتل.

د ده په وینا، جګړې تر ۱۱ بجو دوام درلود چې په په پایله کې یې په لسګونو سرتېري وژل شوي او د هغوی وسایط له له منځه وړل شوي دي.

احمدي وايي، په دغه برید سره یې په ارغنداب ولسوالۍ کې د هغو عملیاتو غچ واخیست چې موده وړاندې د دولتي ځواکونو له خوا شوي وو او یو شمېر کسان یې وژلي وو.

امنیتي چارواکي د وسله والو طالبانو دا څرګندونې ردوي.

د یادوې ده، له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په کندهار کې امنیتي وضعیت خراب شوی او ان جګړه د کندهار ښار تر څنډو رسېدلې چې ورسره جوخت په ولسوالیو کې او کندهار ښار کې د وسله والو دغسې درنو بریدونو زور اخیستی دی.

Views: 284

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version