ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ٢٠١١ کال کې د ناټو د تلفاتو کچه د وړم کال په پرتله ٢١سلنه کمه وه

1 Jan 2012 - 08:54
1 Jan 2012 - 08:54

کابل (پژواک ١١ مرغومى ٩٠): د ٢٠١١ زېږديز کال پر مهال په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ايساف ٥٦٦ سرتېري وژل شوي، چې د ٢٠١٠ زېږديز کال په پرتله ٢١ سلنه کموالى ښيي.

په ٢٠١٠ زېږديز کال کې په افغانستان کې ٧١١ بهرني سرتېري وژل شوي وو.

وروسته له هغه چې د ٢٠٠١ زېږديز کال د سپټمبر په ١١مه پر امريکا د الوتکو په وسيله بريدونه ترسره شول، د همدغه کال د اکتوبر د مياشتې په اومه نېټه د امريکا په مشرۍ اتحادي ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې پر ضد جګړه پيل کړه.

دا دى اوس د دې جګړه لس کاله پوره شول، خو د دې پر ځاى چې د افغانستان امنيتي حالت ښه شي، ورځ تر بلې نور هم پسې خرابېږي.

په دې يوولس کلنه جګړه کې د لسګونو زرو افغانانو ترڅنګ زرګونو بهرنيو سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زيانونو يا (اى کژولټيز) په نامه د يوې وېبپاڼې، چې په عراق او افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه شمېرې خپروي، د معلوماتو له مخې، د ٢٠١١ زېږديز کال پر مهال په افغانستان کې ٥٦٦ بهرني سرتېري وژل شوي دي.

له دغو سرتېرو يو شمېر داسې هم دي، چې په افغانستان کې له ټپي کېدو وروسته په خپلو اړوند هېوادونو يا د نورو هېوادونو په روغتونونو کې يې ساه ورکړې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې د ٢٠١١ کال پر مهال له وژل شوو سرتېرو څخه ٤١٧ امريکايي، ٤٥ بريتانوي او ١٠٤ يې د ايساف اړوند د نورو هېوادونو سرتېري دي.

په ٢٠١١ کال کې د بهرنيو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ پېښه د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې رامنځته شوه، د دوى د يوې چورلکې په غورځېدو کې، چې د طالبانو له خوا و ويشتل شوه،٣١ امريکايي سرتېري و وژل شول.

دغه راز په همدغه کال کې د کابل د دارالامان پر سړک د يوه ځانمرګي بريد له امله د ايساف ١٧ سرتېري وژل شوي وو.

په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې ٢٨٤٧ بهرني سرتېري وژل شوي، چې ١٨٦٣ امريکايي، ٣٩٤ بريتانوي او ٥٩١  د نورو هېوادونو سرتېري دي.

هلمند په تېرو لسو کلونو کې د بهرنيو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ ولايت ثابت شوى دى، په دغه ولايت کې تر اوسه ٨٠٣ بهرني سرتېري وژل شوي، چې ډېرى يې امريکايي او بريتانوي دي.

په ياد ولايت کې زرګونه امريکايي، ١٠زره بريتانوي او يو شمېر ډنمارکي سرتېري مېشت دي.

کندهار ولايت په دغه لېست کې دويم ځاى لري، په دغه ولايت کې ٤٢٨ بهرني سرتېري وژل شوي، چې ډېرى يې کاناډايي او امريکايي دي.

د يادونې ده، چې اوسمهال په افغانستان کې ټول بهرني ځواکونه د ناټو په مشرۍ د ايساف په چوکاټ کې فعاليت کوي، ٥٠ هېوادونه د ايساف په چوکاټ کې په افغانستان کې څه د پاسه ١٣٣زره سرتېري لري، چې نږدې سل زره يې امريکايي دي.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونه وايي، دا د دوى تګلاره نه ده، چې په ټوليزه توګه د خپلو سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه کره شمېره له رسنيو سره شريکه کړي.

د دغو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر يوه غړي براين بډورا Brian Badura پژواک خبري اژانس ته و ويل، چې د سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات بايد اړوند هېوادونه ورکړي.

سرچينې د يادې وېبپاڼې له خوا د ايساف د مرګ ژوبلې په اړه د خپرو شوو شمېرو په اړه و ويل، چې دوى په دغه حالت کې نه دي، چې دې شمېرې ته قانوني اعتبار ورکړي.

دا چې په ٢٠١١ زېږديز کال کې د تېر کال په پرتله د ايساف د سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه ټيټه شوې، په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د ايساف ياد چارواکي و ويل، چې په دغه کال کې يې د سرتېرو د مرګ ژوبلې شمېره يو په درېيو کې کمه شوې ده.

براين بډورا وايي، چې د سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه په داسې حال کې کمه شوې، چې په ٢٠١١ کال کې په افغانستان کې د دوى د سرتېرو شمېر تر ټولو زيات و.

نوموړي د سرتېرو د مرګ ژوبلې د کمېدو مهم لامل د جګړې په ميدان کې د ايساف او افغان ځواکونو لاسته راوړنې او برياليتوبونه په ګوته کړل.

د ايساف د مطبوعاتي دفتر دغه غړى زياتوي، چې د وسله والو مخالفينو بريدونه مياشت په مياشت کې مخ په کمېدو دي.

هغه زياته کړه: ((ايساف هڅه کوي، چې په ٢٠١٢ کال کې هم د خپلو سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه نوره هم ټيټه کړي.))

د بهرنيو ځواکونو د ٢٠١١ زېږديز کال تلفات د تېر ٢٠١٠ کال په پرتله، چې په ترڅ کې يې ٧١١ بهرني سرتېري وژل شوي وو، ٢١ سلنه کم شوي دي.

د سياسي چارو کارپوه او د افغانستان د دفاع پخوانى وزير شهنواز تڼي پژواک اژانس ته و ويل، چې وسله وال طالبان له ٢٠١٤ زېږديز کال څخه وروسته، چې بهرني ځواکونه و وځي، له افغان ځواکونو سره جګړې ته خپله وړتيا سپموي.

د ده په وينا، وسله وال طالبان غواړي، چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته، په مکمل قوت سره د افغان ځواکونو پر وړاندې وجنګيږي.

نوموړي زياته کړه: ((بهرنيو ځواکونو هم په تېر کال کې، چې خپل وتل يې له افغانستانه پيل کړي وو، عمليات او جګړه ييز فعاليتونه کم کړي وو او وخت يې تېراوه.))

د شهنواز تڼي په خبره، وسله والو طالبانو په تېرکال کې يواځې ځانمرګي بريدونه او د سړک د غاړې د ماين چاودنې ترسره کولې او مخامخ بريدونه يې ډېر لږ کړي وو.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version