کابل (پژواک ١٤ مرغومى ٩٠): د افغانستان ملي ايتلاف سره له دې چې د سولې د خبرو اترو لپاره په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانېستل يو مثبت ګام بولي، وايي چې په هېواد کې سياسي اوسنى بهير بايد له امريکا سره د مخالفينو د خبرو اترو قرباني نه شي.
په دې وروستيو کې، په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانېستلو او د امريکا او وسله والو طالبانو ترمنځ راپورونه خپاره شوي وو؛ خو وسله والو طالبانو د رسنيو له مکررو پوښتنو سره سره، په دې اړه غبرګون نه ښوده.
خو پرون وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ومنله، چې په قطر کې يې د خپل دفتر د پرانېستلو لپاره د ياد شوي هېواد په ګډون له يو شمېر نړيوالو لورو سره تفاهم کړى دى.
خبرپاڼه وړاندې زياتوي: ((موږ همدا اوس چمتو يو، چې په داخل کې له خپل قوي موجوديت سره په څنګ کې له نړيوالو سره د افهام او تفهيم لپاره په بهر کې سياسي دفتر ولرو او په دې سلسله کې مو د قطر هېواد په ګډون له اړوندو لورو سره لومړنى تفاهم هم کړی دی.))
د افغانستان د ملي ايتلاف وياند سيد حسين فاضل سانچارکي وايي، چې هغوى له ټولو هغو خبرو اترو او مذاکرو څخه چې هېواد کې د سولې او امنيت د ټينګښت لامل ګرځي، هرکلى کوي.
نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل: ((موږ په دې باور يو، چې له مخالفينو سره هر راز خبرې اترې او مذاکره به د افغانستان د اوسني سياسي بهير د له منځه وړلو او درولو لامل نه شي.))
هغه زياته کړه، هر ډول خبرې اترې او بحث چې په هېواد کې د سولې او امنيت د ټينګښت لامل ګرځي، د افغانستان ملي ايتلاف يې پخلى کوي.
سانچارکي وويل، د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې، له دې چې د طالبانو ډله د خبرو اترو مېز ته چمتو شوه، يو مثبت ګام ښيي؛ خو راتلونکې پايلې يې يو اندازه د اندېښنې وړ دي.
نوموړي زياته کړه، که په قطر کې د طالبانو لپاره له پرانېستل شوي دفتر څخه د خبرو اترو له يو ادرس نه پرته، نورې ګټې پورته شي، په افغانستان کې به د اوسني حکومت او سياسي نظام د ټينګښت په لار کې يوه ستره ننګونه رامنځ ته کړي.
د ملي ايتلاف وياند وويل، تر اوسه لا جوته نه ده، چې د خبرو اترو له ختمېدو وروسته به دا دفتر وتړل شي او يا به فعاليت کوي .
نوموړي په دې خبرو اترو کې د افغان دولت څنګ ته پرېښودلو په اړه وويل، دولت په څو تېرو کلونو کې ونه توانېد، څو له مخالفينو سره د سولې پروسه د يو غښتلي او ځانګړي پروګرام له لارې پرمخ بوځي.
سانچارکي زياته کړه، له بل پلوه طالبان دې کار ته هم متوجه دي، چې حکومت د هغوى بنسټيزې غوښتنې، چې د بنديانو خوشې کول او له تور نوملړ څخه د هغوى د مشرانو د نومونو لرې کول دي، وړتيا نه لري، نو ځکه طالبان تر ډېره دا غوره ګڼي، څو له امريکا سره خبرې اترې وکړي.
د ملي ايتلاف وياند وويل: ((که دا خبرې په پاى کې د دې لامل شي، چې طالبان اوسنۍ سياسي پروسه ومني، خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او د افغانستان د نافذو قوانينو په رڼا کې خپلې غوښتنې او موخې پرمخ بوځي، ګومان کوم چې يو مثبت ګام به وي.))
هغه ټينګار وکړ، که چېرته دا دفتر او له طالبانو سره د امريکا خبرې اترې د دې لامل شي، څو اوسنى سياسي بهير ودروي او پر جګړې او تاوتريخوالي اغېز ونه کړي، پايلې به يې په هېواد کې تاوتريخوالي نور هم زيات کړي.
د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې، د طالبانو يو شمېر مشران قطر ته تللي او ويل کېږي، چې ښايي د طالبانو پخواني پنځه مشران د ګوانتانامو له زندان څخه خوشې او تر نظارت لاندې په قطرکې ژوند وکړي.
خو د افغانستان د سولې عالي شورا يو غړى، په قطر کې له امريکا سره د طالبانو خبرې د باور فضا د رامنځ ته کولو لپاره يوه هڅه بولي او وايي، تمه کېږي چې مثبتې پايلې به ولري.
د سولې د عالي شورا مرستيال مولوي ارسلا رحماني له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې ويلي دي، چې د طالبانو د استازو او امريکا ترمنځ په قطر کې خبرې اترې دوام لري؛ خو د سولې د عالي شورا غړي په کې برخه نه لري او د دې شورا يو غړى هم قطر ته نه دى تللى.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن