ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو ملي سوداګر د انسان تښتونکو له منګلو وژغورل شو

5 Jan 2012 - 18:29
5 Jan 2012 - 18:29

کابل(پژواک د مرغومي ١٥مه ٩٠): پوليسو په کابل کې له انسان تښتونکو سره په جګړه کې ،يو ملي سوداګر وژغوره او دوه وسلوال کسان يې ونيول.

 د کابل د ١٠١ اسمايي زون دجنايي څېړنو مشر مل پاسوال محمدظاهر وايي،چې ياد تجار(سوداګر) نومېږي او نن سهارشاوخوا ٩:٣٠بجې هغه مهال د  رحمان مينې(کارته نو) د اتمې امنيتي حوزې له  مربوطاتو وتښتول  شو،چې غوښتل يې په خپل شخصي موټر کې له کور څخه دفتر ته ولاړ شي.

 نوموړي، چې په خبري ناسته کې يې خبرې کولې وويل ،چې سوداګر د انسان تښتونکو له خوا نامعلومې سيمې ته وړل شوى و،چې د اتمې حوزې  پوليسو سيمه په بېړه  تثبيت او ولکه کړه.

دکابل د ١٠١ اسمايي زون دڅېړنو مشر وويل،چې پوليسو له   نيم ساعته وسلوالې نښتې وروسته ،ياد سوداګر راخوشې او  انسان تښتونکي يې له دوو ميلو وسلو سره ونيول.

  نوموړي زياته کړه،چې هغوى يوه څلور کسيزه ډله وه،چې دوه نور يې سيمې ته د پوليسو له رسېدو مخکې په تېښته بريالي شوي و ،خو پوليس د يادو دوو کسانو په لټه کې دي  او ډېر ژر به يې ونيسي  .

 دا سوداګر چې خبريالانو ته ور وښودل شو، له پوليسو څخه يې مننه وکړه ،چې هغه يې په لږ وخت کې وژغوره.

  نوموړي د تښتونې او انسان تښتونکو د پېژندګلوۍ په اړه څه ونه ويل ، خو زياته يې کړه،چې له چاسره تربګني نه لري.

 دا سوداګر د پکتياولايت اصلي اوسېدونکى دى او له يو څه  مودې راهيسې په کابل کې ژوند کوي.

 دوه نيول شوي کسان،چې يو تن يې  پر مخ ټپي شوى هم و ، خبريالانو ته وښودل شو، خو هغوى ته دخبرو کولو اجازه ورنکړل شوه.

 ديادونې ده،چې يوه مياشت مخکې  دکابل د ١٠١ اسمايي زون منسوبينو د حاجي محمدعظيم په نوم يو سوداګر دکابل ښار د لومړۍ ناحيې اړوند له بارانه کوڅې څخه ١٧ ورځې وروسته د انسان تښتونکو له بند څخه خلاص او د زلمي بولغين په مشرۍ يې د انسان تښتونکو يوه اوه کسيزه ډله ونيوله.

Views: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version