ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوليسو په کابل کې د انسان تښتوونکو يوه ډله ونيوله

24 Jan 2012 - 18:48
24 Jan 2012 - 18:48

کابل ښار (پژواک ٤ سلواغه ٩٠): پوليسو يوه وسله واله ډله، چې يو ملي سوداګر يې په کابل ښار کې تښتولى و، ونيوله.

 د کابل د ١٠١ اسمايي زون د جنايي څېړنو رييس مل پاسوال محمدظاهر نن (د سلواغې ٤مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا څلورکسيزه وسله واله ډله تېره شپه شاوخوا ٢ بجې د جنايي پوليسو او ملي امنيت د ګډو عملياتو په ترڅ کې، د کابل ښار د يوولسمې حوزې له مربوطاتو څخه ونيول شوه.

 نوموړي وويل چې ياد شوي کسان فردين مشهور په عبدالصمد، خان اقا، محمدعثمان او حبيب الله نومېږي او زياته يې کړه، چې د دې ډلې مشر فردين له تېرو شپږو کلنو راهيسې د کابل د پوليسو له لوري تر تعقيب لاندې وو.

 د مل پاسوال ظاهر په وينا، فردين دوه کاله مخکې د جنايي پوليسو له عملياتو څخه په تېښته بريالى او پاکستان ته لاړ؛ څه موده وړاندې کابل ته له راستنېدو وروسته يې د انسان تښتوونکو يوه ډله جوړه کړه او د جمعې پر ورځ يې ډاکټر شعور نيازى وتښتاوه.

 د کابل د ١٠١ اسمايي زون د جنايي څېړنو مشر وويل، چې ياد شوى سوداګر پنځه شپې او ورځې د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د تايمني د څلورم سړک په يوه تاکاوي کې برمته و او په پايله کې وتوانېد، چې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وتښتي.

 نوموړي زياته کړه، چې د ډاکټر نيازي په همکارۍ ياد شوي انسان تښتونکي ونيول شول، چې له هغوى څخه يو کلاشينکوف هم ترلاسه شوى دى.

 ډاکټر نيازي پژواک ته وويل: ((د جمعې په ورځ ختم ته روان وم، چې د تايمني پر سړک د ملي امنيت په جامو کې يو شمېر کسانو ودرولم، ولچک يې کړم او خپل موټر ته يې ور واچولم.))

 نوموړي زياته کړه، چې يادو کسانو شپږ زره امريکايي ډالر، د وسلو دوه کارتونه، موبايل او ګړۍ ترېنه اخيستې او وروسته يې هغه عبدالصمد ته، چې د فردين په نوم مشهور دى، سپارلى دى.

 دې سوداګر زياته کړه، چې انسان تښتوونکو هغه وهلى ټکولى او ګواښ يې ورته کاوه، که پيسې ورنه کړي، نو لاس به يې پرې کړي.

 ډاکټر نيازي وويل، چې لاسونه يې په زنځير تړلي وو او زنځير پر ځمکه کې په دوو مېوږيو (مېخونو) کې ټينګ شوى و؛ نوموړي د يادو شويو دوو ميوږيو په مرسته زنځيرونه پرانيستل او د شپې له ترږمۍ څخه په استفادې سره يې پښې سپکې کړې.

 عبدالصمد د دې کار لامل بې وسې او بې کاري ګڼي او ويې ويل، چې هغوى د ډاکټر نيازي د خوشې کېدو په بدل کې درې ميليونه ډالره غوښتي وو؛ خو د پيسو له ترلاسه کولو څخه مخکې نيازى د هغوى له منګولو څخه په تېښته بريالى شو.

 د کابل د ١٠١ اسمايي زون د جنايي څېړنو مشر وويل، چې د انسان تښتوونکو د دې ډلې مشر په تېرو کلونو کې د شپږو کسانو د تښتولو په تور هم تورن دى.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا د انسان تښتوونکو څلورمه ډله ده، چې د روانې مياشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې نيول شوې او د دې ډلې په نيولو سره، د انسان تښتونې ګراف په کابل ښار کې راټيټ شوى دى.

 د يادونې وړ ده، چې پوليسو د مرغومي په ١٥مه، د کابل ښار د اتمې امنيتي حوزې د سيد نورمحمد شاه مېنې (کارته نو) له سيمې د سوداګر په نوم يو ملي سوداګر له انسان تښتوونکو سره له نښتې وروسته وژغوره او دوه وسله وال کسان يې ونيول.

تر دې مخکې، د کابل د ١٠١ اسمايي زون پوليسو، د کابل ښار د لومړۍ ناحيې اړوند له کوچې بارانه څخه حاجي محمدعظيم ١٧ ورځې وروسته، د انسان تښتوونکو له منګولو څخه خلاص کړ او د زلمي بولغين په مشرۍ يې يوه اووه کسيزه ډله نيولې وه.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version