ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي

5 Jan 2012 - 11:03
5 Jan 2012 - 11:03

اسلام اباد (پژواک ١٥ مرغومى ٩٠): پاکستان وايي، چې دوى د سولې د هرې هغې پروسې ملاتړ کوي، چې د افغان حکومت او ولس په ګټه وي.

دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالباسط د مرغومي په ١٥مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې اړيکې پر مهال کړې دي.

هغه په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانيستلو او او د طالبانو او امريکا تر منځ د روانو خبرو اترو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې و ويل، چې دوى تل د هغې پروسې ملاتړ کړى، چې د افغان حکومت په مشرۍ ترسره کېږي.

عبدالباسط وايي، چې هېواد يې يو خپلواک او با ثبات افغانستان غوښتونکى دى؛ ځکه چې د ده په وينا، با ثبات افغانستان د پاکستان په ګټه دى.

په دې وروستيو کې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانيستلو او د امريکا او وسله والو طالبانو تر منځ د پټو خبرو اترو په اړه راپورونه خپاره شوي وو، خو وسله والو طالبانو د رسنيو له بيا بيا پوښتنو سره سره غبرګون نه ښود.

خو دوه ورځې مخکې وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ومنله، چې په قطر کې يې د خپل دفتر د پرانيستلو لپاره د ياد هېواد په ګډون له يو شمېر نړيوالو لورو سره تفاهم کړى دى.

خبرپاڼه وړاندې زياتوي: ((موږ همدا اوس اماده يو چې په داخل کې له خپل قوي موجوديت سره په څنګ کې له نړيوالو سره د افهام او تفهيم لپاره په بهر کې سياسي دفتر ولرو او په دې سلسله کې مو د قطر هېواد په شمول له اړوند لوريو سره ابتدايي تفاهم هم کړی دی.))

دغه راز د وسله والو طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې، په ګوانتانامو کې د افغان زندانيانو په اړه ويل شوي، چې د همدغه تفاهم په لړ کې يې د تبادلې په صورت کې د ګوانتانامو له زندان څخه د خپلو بنديانو د خلاصون غوښتنه هم کړې ده.

وسله والو طالبانو په داسې حال کې په قطر کې د دفتر پرانيستلو او له امريکا سره خبرې اترې تاييد کړې دي، چې دوى پخوا بار بار ويلي وو، چې د بهرنيو ځواکونو په شتون کې دوى په هېڅ ډول خبرو اترو کې ګډون نه کوي.

امريکا، د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا هم په قطر کې د طالبانو له دفتر پرانيستلو سره خپله موافقه ښودلې ده.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version