ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره افغانستان په يونان کې سفارت پرانيزي

کابل (پژواک ١٨ مرغومى ٩٠): افغانستان په بلغاريا کې خپل سفارت تړي، خو په يونان کې يې پرانېزي او وايي، چې په يونان کې يې هېواد ته د بېرته راستنېدو په موخه ٦٥٠ ناقانونه افغان کډوالو ته پاسپورټونه ورکړي دي.

دا څرګندونې د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي، نن په کابل کې خبريالانو ته وکړې.

هغه وويل، چې د دې وزارت د سياسي او قونسلي چارو او په بلغاريا کې د افغانستان سفارت يو پلاوى يونان ته تللى و.

دى وايي، دې پلاوي ته له سلو افغان کډوالو سره د خبرو له لارې څرګنده شوې، چې په يونان کې ډېر ناقانونه افغان کډوال، چې ځينو نورو اروپايي هېوادونو ته د تللو تکل يې درلود، له تګ څخه پښېمانه دي.

د ده په وينا، دې پښېمانه شويو کسانو له دې پلاوي غوښتي، چې افغانستان ته د بېرته تګ زمينه ورته برابره کړي.

د موسى زي په وينا، په دغې موده کې د ياد شوي پلاوي په همکارۍ په يونان کې تر ٦٥٠ ډېرو ناقانونه افغان کډوالو ته افغاني پاسپورتونه ورکړل شوي، چې له مخې به يې وکولى شي بېرته افغانستان ته راوګرځي.

موسى زي وويل، د افغانستان حکومت په پام کې لري چې د روان لمريز کال تر پايه په يونان کې د افغان کډوالو د ستونزو د ليرې کولو په موخه، په دې هېواد کې خپل سفارت پرانېزي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، د افغانستان حکومت په يونان کې د سفارت د پرانېستو پرېکړه ځکه وکړه، چې په دې هېواد کې دا مهال تر ٣٠زرو ډېر افغان کډوال اوسېږي.

هغه زياته کړه: ((د ٢٠١٠ او ٢٠١١ کال په اوږدو کې د افغاني پلاوي د اټکل له مخې، تر ٥٠زرو افغان کډوال د بحر او وچې له لارې يونان ته ورننوتي وو.))

افغانان د يونان له لارې  نورو اروپايي هېوادوته ته ځي.

موسى زي وويل، چې تردې مهاله افغانستان په بلغاريا کې د خپل سفارت له لارې له يونان سره اړيکې ساتلې.

د ده په وينا،په يونان کې د افغانستان سفارت تر پرانېستلو وروسته به په بلغاريا کې د افغانستان سفارت وتړل شي او د غير مقيم سفير له لارې به له دې هېواد سره ډيپلوماتيکې اړيکې ولري.

هغه وويل، چې افغانستان له لسګونو کلونو راهيسې له بلغاريا سره ډيپلوماتيکې او فرهنګي اړيکې لري او په دې هېواد کې د افغانستان د سفارت تړل له دې هېواد سره د اړيکو د شلولو په معنا نه دي.

هغه وويل چې ياد شوي پلاوي د يونان په مرکز آتن کې له يوه زندان څخه ليدنه کړې او په دې زندان کې يې له يو شمېر افغان کډوال سره، چې د ده په وينا، د (مديريتي تخلفاتو) له امله بنديان وو، هم کتلي دي.

ده په دې زندان کې د افغان بنديانو د شمېر په اړه معلومات ورنه کړل؛ خو زياته يې کړه چې د افغاني پلاوي د هڅو په لړ کې ١٠٠ افغان بنديان، چې د ناقانونه کډوالۍ او يا د جعلي اسنادو په تور زنداني وو، له اتن زندان څخه خوشي شوي دي.

موسى زي وويل، چې ياد شوى افغان پلاوى د ليندۍ مياشتې له ٣٠مې د روانې مياشتې تر ١٦مې په يونان کې و او هلته يې له يوناني چارواکو،دکډالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ  (UNHCR) او د کډوالۍ د نړيوال سازمان (IOM) له استازو سره ناستې کړې دي.

افغانان او د سيمې د هېوادونو اتباع، اروپايي او ځينو نورو هېوادونو ته په غير قانوني ډول سفر کوي، چې د لارې په اوږدو کې د ډېرو ستونزو او ان له مرګ سره مخ کېږي.

تېره مياشت د اندونيزيا د جاوا ټاپو په اوبو کې د ناقانونه کډوالو يوه بېړۍ هم ډوبه شوه، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له دې پېښې ١٩ افغانان ژوندي وژغورل شول او د درېيو تنو جسدونه له اوبو څخه پيدا شول.  

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version