ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ايران کې ناقانونه افغان ګډوالو ته اسناد ورکول کېږي

په ايران کې ناقانونه افغان ګډوالو ته اسناد ورکول کېږي

author avatar
14 Apr 2012 - 16:00
په ايران کې ناقانونه افغان ګډوالو ته اسناد ورکول کېږي
author avatar
14 Apr 2012 - 16:00

کابل (پژواک ٢٦ ورى ٩١): په راتلونکو اتو مياشتو کې به په ايران کې نږدې يو نيم ميليون ناقانونه افغان کډوالو ته د اوسېدو اسناد ورکړل شي.

دا څرګندونې د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول نن د ولسي جرګې په هغې عمومي غونډه کې وکړې چې دى او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير جماهير انوري د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د معلوماتو ورکولو په موخه وربلل شوي وو.

د زلمي رسول د معلوماتو له مخې، دغه مهال په ايران کې ٩٠٠زره قانوني او ١،٤ميليونه غير قانوني افغان کډوال ژوند کوي.

د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، هغو ناقانونه افغان کډوالو ته، چې کورنۍ يې هم ورسره دي، په ايران کې د افغانستان د سفارت له خوا پاسپورټ او د ا يران د حکومت له خوا د يو کال لپاره وېزه ورکول کېږي.

د زلمي رسول د معلوماتو له مخې، څه موده مخکې د افغانستان د حکومت يو پلاوى ايران ته تللى او د هغه هېواد په بېلابېلو برخو کې افغان کډوالو ته پاسپورټونه ورکوي.

دى وايي، هغه افغان کډوال چې کورنۍ يې ورسره نشته، بايد افغانستان ته راشي او دلته د افغانستان پاسپورټ او د ايران وېزه ترلاسه کړي.

د بهرنيو چارو وزير زياته کړه، چې د يادو اسنادو په ترلاسه کولو سره به افغان کډوال د روغتيايي بيمې او د ايران په هره برخه کې د کار کولو د اجازې له اسانتياوو برخمن شي.

دى وايي، چې تر دې دمه يادو کډوالو يواځې په ولسواليو کې کار کولاى شو، خو د اسنادو په ترلاسه کولو سره به په ښارونو کې هم د کار کولو حق ولري.

د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په ايران کې د افغان کډوالو د ستونزې د حل په موخه له تېر يو کال راهيسې د افغان او ايراني چارواکو ترمنځ خبرې روانې وې او په ترڅ کې يې يادې هوکړې ته رسېدلي دي.

 سرچينه زياتوي، چې په ايران کې پاتې٩٠٠زره افغان کډوالو ته د ايران حکومت د اوسېدو جواز ورکړى او ستونزه نه لري.

زلمي رسول د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، له ايراني چارواکو سره دې هوکړې ته هم رسېدلي، چې په ايران کې زنداني ٢٥ تنه په اعدام محکوم شوي افغانان له اعدام څخه وژغورل شي.

د ده په وينا، ايراني چارواکو ورسره ژمنه کړې، چې سل تنه نور افغانان به هم له بنده ازاد کړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وايي، په پاکستان کې ٢،٧ ميليونه افغان کډوال ژوند کوي، چې يو ميليون يې غيرقانوني دي.

د ده په وينا، د پاکستان حکومت په خيبر پښتونخوا کې هغو افغان کډوالو ته د اوسېدو اجازه نه ورکوله چې د کورنۍ کوم غړي يې په افغانستان کې کار درلود.

دغه راز د هغه د څرګندونو له مخې، د پاکستان حکومت په خيبر پښتونخوا کې افغان کډوالو ته اجازه نه ورکوله، چې ځمکه وپېري.

زلمى رسول وايي، چې د بهرنيو چارو وزارت د هڅو په پايله کې دغه ستونزې هم لرې شوې دي.

يو شمېر افغانان په قاچاقي ډول د يونان له لارې اروپايي هېوادونو ته ځي، چې يو شمېر يې د بېلابېلو لاملونو له مخې د ډېر وخت لپاره په يونان کې پاتې او له ستونزو سره مخ وي.

زلمى رسول وايي، چې د يونان له چارواکو سره يې هم خبرې کړې او ډېر ژر به هلته هم د افغانانو ستونزې هوارې شي.

د ده په وينا، افغانستان هڅې کوي، چې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه په يونان کې سفارت يا قونسلګري پرانيزي.

د مهاجرينو او راستنېدنکو چارو وزير جماهير انوري د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې وويل، چې دوه ورځې وروسته به د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه په کابل کې د افغانستان، ايران او پاکستان ګډه غونډه جوړه شي.

هغه وويل، په پام کې لري چې د يادې غونډې تر جوړېدو وروسته د يو حکومتي پلاوي په ملتيا پاکستان ته سفر وکړي، ترڅو په دغې غونډه کې د شوو پرېکړو د پلې کېدو جاج واخلي.

دى وايي، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کمېشنرۍ په مرسته په فراه ولايت کې ١٢سوه کورنيو ته د استوګنې زمينه برابره شوې؛ ځکه چې په ايران کې يو شمېر افغان کډوال چې د فراه اصلي اوسېدونکى دى، غواړي هېواد ته راستانه شي.

خو په ولسي جرګه کې د نيمروز استازې فريدې حميدي وويل، چې ايران هره ورځ لسګونه هغه افغان کډوالو له خپلې خاورې باسي، چې د استوګنې اسناد هم لري.

هغه وايي: ((په ډېر بد شکل يې له ايرانه راباسي، د چا مور په ايران کې پاتې وي او د چا زوى.))

په دغې جرګه کې د هرات استازې ناهيد فريد وويل: ((د مهاجرينو وزارت بايد هر څه ژر خپل کار ختم کړي، په دې برخه کې نور وزارت په کار نه دى، دغه وزارت بايد د کار او ټولنيزو چارو وزارت په چوکاټ کې د يو معينيت په توګه کار وکړي.))

يادو حکومتي چارواکو د جرګې د دغو غړو د څرګندونو په اړه څه ونه ويل.

دغه راز د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول قطر ته د خپل سفر او د قطر له چارواکو سره د خبرو په اړه هم معلومات ورکړل.

د ده په وينا، د قطر چارواکو په دغه هېواد کې طالبانو ته د دفتر پرانيستو ته تيارى ښودلى او د دغه دفتر د جوړېدو د شرايطو په اړه به څه موده وروسته په کابل کې د قطر او افغانستان د چارواکو ترمنځ خبرې وشي او هوکړه ليک به لاسليک شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.