ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ والي: سوله د ولس له مشورې پرته نه شي راتلاى

9 Jan 2012 - 19:00
9 Jan 2012 - 19:00

کابل (پژواک ١٩ مرغومى ٩٠): د بلخ والي له طالبانو سره د امريکا له مذاکراتو سره مخالفت وښود او وايي، هېڅوک او يا هېواد حق نه لري، چې له طالبانو سره د سولې په اړه د افغان ولس له مشورې پرته کوم تصميم ونيسي.

په دې وروستيو کې په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانېستلو او د امريکا او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په اړه راپورونه خپاره شوي او طالبانو هم منلې ده، چې په قطر کې د دفتر پرانېستلو لپاره له دې هېواد سربېره، له يو شمېر نورو نړيوالو خواوو سره هم هوکړې ته رسېدلي دي.

افغان دولت هم وايي، له طالبانو سره د امريکا خبرې اترې، چې په قطر کې به د طالبانو د دفتر د جوړېدو لامل شي، موافقه لري.

ولسمشر حامد کرزي په دې وروستيو کې د کوېټ له رسنيو سره په مرکه کې وويل، چې امريکا تصميم لري، څو طالبانو ته په قطر کې دفتر پرانېزي؛ افغان دولت د امنيت او سولې د ټينګښت په خاطر له دې اقدام سره موافق دى.

خو د بلخ والي عطامحمد نور تېره شپه  په مزارشريف کې د پژواک خبري اژانس په ګډون له ځينو رسنيو سره په مرکه کې وويل: ((زه نه غواړم د ولسمشر د تصميم او موافقې په اړه خبرې وکړم او له بل پلوه دا موافقه د امريکا او طالبانو ترمنځ ده؛ خو زما شخصي نظر دا دى، که طالبانو جګړې او وژنې وکړې او يا د بشر حقونو سرغړوونکي دي، د هغوى پر وړاندې افغان ولس ولاړ دى.))

 نوموړى، چې د اسلامي جمعيت يو پخوانى جهادي قوماندان دى، زياته يې کړه، چې هېڅوک او يا هېواد دا حق او صلاحيت نه لري، څو له طالبانو سره د سولې په اړه د افغان ولس له مشورې پرته تصميم ونيسي.

 نور ټينګار وکړ: ((خلکو ډېرې قربانۍ ورکړي او زيارونه يې ګاللي دي او حق لري، چې په دې اړه تصميم ونيسي؛ خو بل هېڅوک نه شي کولى چې په دې اړه قضاوت وکړي او يا تصميم ونيسي.))

 د بلخ والي وويل، که امريکا او يا بل کوم هېواد په دې اړه تصميم نيسي، خپله پاليسي او ستراتېژي يې ده او که موخه يې په افغانستان کې د سولې راوستل وي، بايد په کلکه له خلکو سره مشوره وشي.

 د هغه په وينا، که له ولس سره مشوره ونه شي، تلپاتې او بنسټېزه سوله چې نور د هېڅ افغان بچى ونه وژل شي او په هېواد کې نوره هېڅ وينه تويه نه شي، نو دا شان سوله به په افغانستان کې ټينګه نه شي، خلک داسې سوله غواړي چې د سر او مال په بيه ورته تمامه نه شي.

 نوموړي دوديزې لويې جرګې ته په اشارې سره وويل، ټول د دوديزې لويې جرګې د جوړېدو شاهدان وو، چې خلکو خپل نظرونه هلته په شرايطو وړاندې کړل، له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه دې هم د خلکو نظرونه واخيستل شي.

 د بلخ والي وويل: ((له هر چا سره چې مذاکره او يا سوله کېږي، بايد د تيرو لسو کلونو لاسته راوړنې، چې د خلکو د وينو په بيه او د نړيوالې ټولنې په مرسته او ملاتړ ترلاسه شوې دي، ملنډې دې پرې نه وهل کېږي او ترېنه دې ملاتړ وشي.))

 عطامحمد نور د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د دولت د سولې په اړه وويل، نوموړى په دې باور دى، هرلورى چې له اساسي قانون څخه په رښتونې توګه ملاتړ وکړي، خپله وسله پر ځمکه کېږدي، په يوه قانوني ټولنه کې قانون ومني او عادي ژوند ولري، په ټاکنيزو منډو تړو او باامنه او پرانېستې فضا کې د يوه اوسېدونکي په توګه برخه واخلي، هېڅوک له هغه سره سوله نه ردوي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د افغان دولت وسله واله مخالفه ډله ( حزب اسلامي) وايي، چې د هغوى پلاوي په دې وروستيو کې له ولسمشر کرزي او يو شمېر دولتي مسوولينو سره د ارګ په ماڼۍ کې ګټورې خبرې اترې ترسره کړې دي.

 د ولسمشر وياند هم منلې ده، چې د حزب اسلامي پلاوى کابل ته راغلى او له دولتي چارواکو سره يې ليدنه کړې ده.

عطا محمد نور د اسلامي جمعيت ګوند يو پخوانى جهادي قوماندان و او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د شمال ټلوالې په څنګ کې له طالبانو سره جنګېده.

هغه يوه ورځ د اسلامي جمعيت مشر استاد برهان الدين رباني او د سولې دعالي شورا رييس  له وژنې وروسته ويلي و، چې د استاد رباني وژنه به د هغوى مورال کمزورى نه کړي او ګواښ يې وکړ، چې هغوى به يې غچ واخلي.

استاد رباني د روان کال د وږي په ٢٩مه، په خپل کور کې د يوه ځانمرګي بريد نښه وګرځېد.

د بلخ د والي په وينا، د استاد رباني له وژنې وروسته له طالبانو سره سوله او جوړجاړى بى معنا ده.

همدارنګه نوموړي د روان کال د تلې په ١١مه، ويلي و، چې د اړتيا په صورت کې هغه چمتو دى، څو د اسلامي جمعيت مشري پر غاړه واخلي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version