کابل (پژواک ١٩ مرغومى ٩٠): د افغان او ايساف ځواکونو په ګډو عملياتو کې د زرګونو کيلوګرامه نشه يي توکو د ترلاسه کولو خبر ورکړ.
دغه خبر په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د مرغومي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ورکړل شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې ګډو ځواکونو پرون د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړل او په ترڅ کې يې د نشه يي توکو يوه زېرمه ترلاسه کړه.
ايساف وايي، چې له دې زېرمې ٢٥٠٠ کيلوګرامه د چرسو تخم او ١٥٥٠ کيلوګرامه چرس ترلاسه شول او په هماغه سيمه کې يې وسوځول.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې ګډو ځواکونو د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د چاودېدونکو توکو يوه زېرمه، چې په کې ماينونه او چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو، هم کشف او له منځه وړې ده.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې ګډو ځواکونو د کندهار په بېلابېلو سيمو، په ځانګړې توګه په پنجوايي ولسوالۍ کې په زياته اندازه نشه يي توکي ترلاسه کړي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن