کابل (پژواک ٢٧ ليندۍ ٩٠): افغان او ايساف ځواکونو په يو شمېر سيمو کې د عملياتو پر مهال د سلګونو کيلوګرامه نشه يي توکو د نيولو خبر ورکړ.
دغه خبر په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د ليندۍ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ورکړ شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې افغان او ايساف ګډو ځواکونو تېره ورځ د هلمند په خانشين ولسوالۍ کې د نشه يي توکو يوه زېرمه کشف او ترلاسه کړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې زېرمې ١١٣٤ کيلوګرامه چرس، ١٣،٦ کيلوګرامه د کوکنارو او ٣٤ کيلوګرامه د چرسو تخمونه ترلاسه شوي دي.
ايساف په خبرپاڼه کې ښکلي، چې دغه نشه يي توکي له نيولو وروسته سمدستي له منځه يوړل شول، خو تر اوسه يې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
دغه راز زياته شوې، چې ګډو ځواکونو د کندهار په زېړۍ ولسوالۍ کې هم د عملياتو پر مهال ٢٢٧ کيلوګرامه چرس ترلاسه او سوځولي دي.
د يادونې ده، چې تېره اونۍ هم افغان او ايساف ځواکونو د کندهار ولايت په بېلابېلو سيمو کې زرګونه کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه او سوځولي وو.
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن