ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لسو وسله مخالفينو د وژلو او ٤٢ نورو د نيولو خبر ورکړل شو

11 Jan 2012 - 18:50
11 Jan 2012 - 18:50

کابل ښار (پژواک ٢١ مرغومى ٩٠): د کورنيو چارو او دفاع وزارتونه وايي چې په بېلابېلو عملياتو کې يې د دولت لس وسله وال مخالفين وژلي او ٤٢ نور يې له يو اندازه وسلو او چاودېدونکو توکو سره نيولي دي.

په هغې خبرپاڼه کې چې نن (د مرغومي ٢١مه) د کورنيو چارو وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته رسېدلې ده، راغلي  چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې پوليسو او د ملي اردو ځواکونو په ننګرهار، کندهار، هلمند او بلخ ولايتونو کې پنځه خپلواک او له ملي اردو، ملي امنيت او ايتلافي ځواکونو سره ګډ عمليات ترسره کړي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې عملياتو کې د طالبانو لس غړي وژل شوي او ٤٠ نور نيول شوي دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې په دې عملياتو کې يو اندازه وسلې او چاودېدونکي توکي، چې په هغو کې پنځه کلاشينکوفونه، ١٣ ماينونه، د ځانمرګي بريد دوه واسکټونه، ١٤٠ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي، ٢٥٠ کيلو ګرامه نشه يي توکي او درې موټر سايکل د پوليسو منګولو ته لوېدلي دي.

د سرچينې په وينا، د وسايطو ضد شپږ ماينونه او له چاودېدونکو توکو ډکې دوه شل کيلويي بوشکې، چې د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا د لغمان، زابل او هلمند ولايتونو په مربوطاتو کې ځاى پر ځاى شوې وې، کشف او ترلاسه شوې دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې د کابل د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ د ملي پوليسو منسوبينو، تېره ورځ يو تن د کابل ښار د ديارلسمې حوزې په مربوطاتو کې د قتل په تور نيولى دى.

همدارنګه د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې په کندهار، غزني، خوست او پکتيا ولايتونو کې د ملي اردو د محاربوي عملياتو خبر ورکړى دى.

سرچينې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو ځواکونو د محاربوي عملياتو، د دوو شکمنو کسانو د نيول کېدو او د څلورو ماينونو، د هاوان د درېيو سروکو او د چاودېدونکو توکو د دوه پنځوس کيلويي بوريو د ترلاسه کېدو يادونه کړې ده.

همدارنګه خبرپاڼه زياتوي، چې د غزني ښار د قشکک په کلي کې د ملي اردو او ايتلافي ځواکونو په ګډو عملياتو کې پنځه شکمن کسان نيول شوي او د خوست ولايت د تيرزايي ولسوالۍ په خان کلا کلي کې يو شکمن کس له څلور ميله سپکو وسلو سره نيول شوى دى.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version