ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو يو سرتېرى او د دولت درې وسلوال مخالفين ووژل شول

17 Jan 2012 - 15:08
17 Jan 2012 - 15:08

کابل ښار (پژواک ٢٧ مرغومى ٩٠): د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د دولت درې وسلوال مخالفين او د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوي، څلور مخالفين نيول شوي او امنيتي ځواکونو يوه اندازه وسلې او مهمات نيولي دي.

په هغې خبرپاڼه کې، چې نن (د مرغومي ٢٧مه) د کورنيو چارو وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې راغلي دي، چې ياد وسلوال مخالفين په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هلمند په ګرشک او د ميدان وردګو ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې د ملي پوليسو د عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې د ملي پوليسو عمليات د ملي اردو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو په مرستې په لاره اچول شوي وو، چې په ترڅ کې يې درې نور وسلوال مخالفين ونيول شول.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د عملياتو په ترڅ کې درې ميله کلاشينکوفونه، څلور تومانچې، ١٦ لاسي بمونه، ١١کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او يو موټر د ملي پوليسو لاس ته ورغلي دي.

سرچينې زياته کړې، ملي پوليسو څلور کړۍ د وسايط ضد ماينونه او دوه ٨٢ملي متري توپونه، چې د وسلوالو مخالفينو له لوري د کندوز، زابل او کندهار په ولايتونو کې د ورانکاره کړنو په موخه ځاى پرځاى شوي وو، هم کشف او شنډ کړل او يو تن يې په تور نيولى دى.

همدارنګه د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړى، چې د ملي اردو پرسونل د امنيتي دندو په ترڅ کې ١٣لاسي بمونه، پنځه ميله کلاشينکوفونه، څلور شاجورونه، دوه برچې، يوه تومانچه او ٤٠٠مرمۍ يې، دوه چاودېدونکي کپسولونه او يوه اندازه چاودېدونکي توکي د خوست د صبريو او نادرشاه کوټ ولسواليو په مربوطاتو کې ترلاسه کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې څلورنيم ټنه خام چرس، اته کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او پنځه کړۍ ماينونه د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې ترلاسه شوي دي.

سرچينې زياته کړې ده، چې د ملي اردو يو کارکوونکى د لښکرګاه په ښار کې د امنيتي دندې په ترڅ کې وژل شوى او درې نور د هلمند او کنړ په ولايتونو کې ټپيان شوي دي.

Views: 18

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version