ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کورنيو چارو وزارت د ٨٢ وسلوالو مخالفينو د وژلو خبر ورکړ

3 Jul 2012 - 17:33
3 Jul 2012 - 17:33

کابل ښار (پژواک ١٣ چنګاښ ٩١): د کورنيو چارو وزارت ادعا کوي، چې په يو شمېر ولايتونو کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ٨٢ وسلوال مخالفين وژل شوي، خو طالبان بيا د لسګونه کورنيو او بهرنيو سرتېرو د وژلو ادعا کوي.

هغه خبرپاڼه، چې نن د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې کاږي، چې ياد شمېر وسلوال مخالفين په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په کابل، جوزجان، کندهار، اروزګان، ميدان وردګو، لوګر او غزني ولايتونو کې وژل شوي دي.

په اعلاميه کې دغه راز ويل شوي، چې دا عمليات د ملي اردو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو په همکارۍ د ملي پوليسو له لوري ترسره شوي، چې په ترڅ کې يې اته نور وسلوال مخالفين ټپيان شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې په عملياتو ١٠ ميله ډول ډول وسلې، د پيکا درې ماشيندارونه، ٢٥ماينونه او لاسي بمونه، د سپکو او درنو وسلو ٧٤ مرمۍ، ٨٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي، دوه کيلو نشه يي توکي، درې مخابرې او دوه موټرسايکلونه په کې شامل دي، د ملي پوليسو لاس ته ورغلي دي.

همداراز د ملي دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو له لوري د نويد عملياتو په لړ کې چې د روان کال د چنګاښ له لومړۍ نېټې څخه پلان شوي او پر مخ ځي، د اژدها په نوم عمليات له درېيو ورځو راپه دېخوا د تندر د ٢٠٣ قول اردو د دويمې لوا له لوري په غزني ولايت کې پيل شوي دي.

سرچينه وايي، چې په دغو عملياتو کې د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت سلګونو منسوبينو ګډون کړى او موخه يې د دولت له وسلوالو مخالفينو د سيمو پاکول دي، د سيمې د اوسېدونکو لپاره د سوله ييز ژوند برابرول او د ښې حکومتولۍ او بيارغونې لپاره لاره هوارول دي.

خو وسلوالو طالبانو، خپله مرګ ژوبله لږ او د دولتي ځواکونو يې څو برابره په ګوته کوي.

د طالبانو له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې وسلوالو طالبانو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هغو ولايتونو په ګډون چې کورنيو چارو وزارت يې يادونه کړې، په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم پر دولتي او بهرنيو ځواکونو ٦٧ بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې د دولت لسګونه سرتېري وژلي او ټپيان کړي دي.

د سرچېنې په وينا، په دغو بريدونو کې د ملي اردو او ملي پوليسو يو شمېر زغروال ټانکونه او رينجر موټر هم ويجاړ شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په دې خبرپاڼه کې ويلي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې له دولت سره په نښتو کې يواځې پنځه وسلوالو طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

 د يادونې ده، چې کورنيو چارو وزارت تېره ورځ په يو شمېر ولايتونو کې د ٣٠ وسلوالو مخالفينو د وژلو ادعا کړې وه، خو طالبانو دولتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوله.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version