ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کورنيو چارو وزارت: ٤٠ وسلوال مخالفينو ته مو مرګ ژوبله اړولې

28 May 2012 - 14:41
28 May 2012 - 14:41

کابل ښار (پژواک ٨ غبرګولى ٩١) د کورنيو چارو وزارت ٤٠ وسلوالو مخالفينو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه لري، خو وسلوال طالبان د خپلو شپږو کسانو د وژل کېدو په پخلي سره مقابل لوري ته د تلفاتو او زيانونو اړولو ادعا کوي.

په هغې خبرپاڼه کې چې نن (د غبرګولي اتمه) د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ويل شوي، چې ٢١ وسلوال مخالفين د تېرو ٢٤ ساعتونو په ترڅ کې په کابل، کونړ، ننګرهار، کندوز، فارياب، کندهار، هلمند، اروزګان، ميدان وردګو او لوگر ولايتونو کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دغو چاڼيزو عملياتو کې چې د ملي اردو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو په مرسته او همکارۍ ترسره شول، دوه وسلوال مخالفين ووژل شول او ١٩ نور ژوندي ونيول شول.

د سرچينې په وينا، په عملياتو کې يوه اندازه سپکه او درنه وسله، ١٢ راکټ انداز، ١٧ ميله کلاشينکوفه، ١٦ ميله ډول ډول وسلې، ٨٢ د درنو وسلو مرمۍ، ٢٢٧ د سپکو وسلو مرمۍ، شپږ کړۍ ماينونه او لاسي بمونه، دوه پايې مخابرې او ٣٢ کيلوګرامه نشه يې توکي هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

د کورنيو چارو وزارت همدارنګه وايي، يوه کړۍ د وسايطو ضد ماين چې د وسلوالو طالبانو له خوا د لغمان د اليشنګ ولسوالۍ په لويه لاره کې ځاى پر ځاى شوى وو، د ملي پوليسو د منسوبينو له خوا کشف او شنډ کړاى شو.

خو طالبان دعوه کوي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې يې د هغو ولايتونو په ګډون چې د کورنيو چارو وزارت يې نومونه اخيستي، په ٢٢ ولايتونو کې پر کورنيو او بهرنيو ځواکونو بريدونه ترسره کړې دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دغو عملياتو کې يې د مقابل لوري يو زيات شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ده په خبره، د ماين په يوه چاودنه کې چې د اروزګان په مرکز د ترينکوت د دروېشانو په سيمه کې رامنځته شوې، درې پوليس او د ميدان وردګو د سيد اباد په ولسوالۍ کې په ورته چاودنه کې پنځه بهرني عسکر وژل شوي دي.

 

همدارنګه طالبانو د لوګر په مرکز پل علم کې د دولتي ځواکونو پر يوه کاروان بريد کړى چې په ترڅ کې يې هغوى ته مرګ ژوبله اړولې ده.

مجاهد زياته کړه، چې په دغه بريد کې څو زغره وال ټانکونه او رينجر موټر ويجاړ شوي دي.

نوموړى وايي، چې د دغه بريد پر مهال د مقابل لوري په ډزو کې شپږ طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

د يادونې ده، د کورنيو چارو وزارت دوه ورځې وړاندې په يو شمېر ولايتونو کې د ١٣ مخالفينو د وژلو او ١٥ نورو د نيولو خبر ورکړى و، خو وسلوالو طالبانو د خپلې دغې مرګ ژوبلې ادعا ناسمه وبلله او مقابل لوري ته يې د مرګ ژوبلې اړولو دعوه وکړه.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version