ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دولت او طالبان يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

30 May 2012 - 14:22
30 May 2012 - 14:22

کابل ښار (پژواک ١٠ غبرګولى ٩١): په داسې حال کې چې د کورنيو چارو وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ٣٠ وسلوالو مخالفينو د مرګ ژوبلې ادعا کوي، خو طالبان يواځې د خپلو اوو کسانو وژل تاييدوي.

هغه خبرپاڼه، چې نن د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې کاږي، چې د تېرو ٢٤ساعتونو عملياتو په جريان کې چې په کابل، ننگرهار، فارياب، هلمند، اروزګان، لوګر، غزني، پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې ترسره شول، ٢١ وسلوال مخالفين وژل شوي او ٩ نور ټپيان دي.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، دغه عمليات چې د ملي اردو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو په همکارۍ په لاره واچول شول، ٢٧ نور وسلوال مخالفين ونيول شول.

سرچينه زياتوي، چې په دغو عملياتو کې ٢٧٧ کيلوګرامه نشه يي توکي او يو زيات شمېر وسلې، ٣٣ شاجورونه، ١٠ ميله کلاشينکوفونه، ١٥ لاسي بمونه او ماين، يو راکټ لانچر او شپږ موټرسايکلونه په کې شامل دي، د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د سرچينې په وينا، پوليسو ٤٠ کړۍ ډول ډول ماينونه او دوه ټنه مهمات، چې د وسلوالو مخالفينو له لوري د بنو ولسوالۍ او بغلان د مرکز پلخمري ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د وارنکارو کړنو لپاره ځاى پر ځاى شوي وو، کشف او له منځه يوړل.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې دولت مدام ولسي کسان د طالبانو په نوم وژني او نيسي.

د طالبانو له لوري پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى په هغو ولايتونو کې چې د کورنيو چارو وزارت يې نومونه اخيستي، لسګونه بريدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې زيات شمېر دولتي او بهرني سرتېري وژلي او ټپي کړي او هغوى ته يې زيانونه اړولي دي.

نوموړي د مرګ ژوبلې کره شمېره ونه ښوده او ويې ويل، چې د دغو عملياتو په جريان کې يواځې اوه وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د يادونې ده، چې د کورنيو چارو وزارت تېره ورځ د ٤٠ وسلوالو مخالفينو د وژلو او ټپي کېدو ادعا کړې وه، خو وسلوالو طالبانو د خپلو شپږو کسانو د وژل کېدو په پخلي سره مقابل لوري ته د مرګ ژوبلې او زيانونو اړولو ادعا وکړه.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version