ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دولت پنځه وسلوال مخالفين ووژل شول

29 Apr 2012 - 16:37
29 Apr 2012 - 16:37

کابل ښار (پژواک ١٠ غويى ٩١): د کورنيو چارو وزارت وايي، پوليسو په يو شمېر ولايتونو کې عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د دولت پنځه وسلوال وژل شوي او ٢١نور ونيول شول.

هغه خبرپاڼه، چې نن (د غويي ١٠مه) د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې کاږي، چې ياد عمليات په تېرو ٢٤ساعتونو کې په ننګرهار، کونړ، کاپيسا، کندهار، هلمند، خوست، غزني، لوګر، زابل او فراه ولايتونو کې ترسره شوي دي.

 په خبرپاڼه کې راغلي، په دغو عملياتو کې، چې د ملي اردو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو په همکارۍ ترسره شول، يو بل وسلوال ټپي شوى او اوه ميله ډول ډول وسلې، چې په کې پيکا ماشيندار، څه باندې ٤٧٠ د درنو او سپکو وسلو مرمۍ، ١٤ د وسايطو ضد ماينونه، ١٦ لاسي بمونه او لس شاجورونه ترلاسه شوي دي.

د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو کې ١٤کيلوګرامه نشه يي توکي، درې موټر او دوه موټرسايکلونه هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په ورته وخت کې د پکتيا ولايت ملي پوليسو پرون د عبيدالله په نوم يو شکمن طالب د هاوان له ١٦ مرميو سره نيولى دى.

د سرچينې په وينا، نوموړى هغه مهال ونيول شو، چې د سراچې موټر په مرسته يې د دغه ولايت ځاځي اريوب ولسوالۍ ته د ورانکارو کړنو لپاره د هاوان ګولۍ لېږدولې.

د دولت وسلوالو مخالفينو تر اوسه ،په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې تېره اونۍ د کورنيو چارو وزارت په ځينو ولايتونو کې د دولت د اتو مخالفينو د وژلو اود دوه ماين ايښودونکو په ګډون د ١٧ نورو دنيولو خبر ورکړى و، خو طالبانو خپل مرګ ژوبله لږ ښودلې وه او د دې خلاف يې دولتي ځواکونو ته د تلفاتو اړولو ادعاګانې کولې.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version