کابل ښار (پژواک ٥ غويى ٩١): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د دولت اته وسلوال مخالفين په يو شمېر ولايتونو کې د پوليسو په عملياتو کې وژل شوي او د دوو ماين خښوونکو په ګډون ١٧ نور نيول شوي دي.
په هغې خبرپاڼه کې، چې نن (د غويي ٥مه) د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په کابل، ننګرهار، پروان، کندوز، هلمند او لوګر ولايتونو کې ترسره شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دغو چاڼيزو عملياتو کې، چې د اردو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو په همکارۍ ترسره شول، له دې مرګ ژوبلې سربېره ١٥ وسلوال مخالفين نيول شوي او يو بل ټپي شوى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په عملياتو کې ١١ شاجورونه، يو راکټ انداز له ٤٨ مرميو سره، يوه پيکا، دوه لاسي بمونه، ١٢ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او پنځه صندوقه د درنو وسلو مرمۍ او سرګلولې ترلاسه شوې دي.
د کورنيو چارو وزارت په يوه بله خبرپاڼه کې راغلي، چې دوه ماين اېښودونکي طالبان په هرات ولايت کې د ملي امنيت او پوليسو له خوا نيول شوي دي.
د سرچينې په وينا، دغه دوه تنه، چې د ماينونو په جوړولو کې يې مهارت درلود، تېره ورځ هغه مهال د هرات د انجيل ولسوالۍ د چهارباغ فېروز په سيمه کې، چې غوښتل يې د سړک پر سر ماين خښ کړي، د پوليسو له خوا وپېژندل شول او د شهيدمل په نوم د هغوى يو تن له دوو د وسايط ضد ماينونو، يو ريموټ کنټرول او تخنيکي وسايلو سره ونيول شو.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بسم الله په نوم دويم تن تښتېدلى و، خو نن سهار د هرات د استخباراتو د مديريت د منسوبينو د کشفي اطلاعاتو او هڅو په پايله کې د دغه ولايت د رباط سنګي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول شو.
د کورنيو چارو وزارت زياته کړې، چې دغو دوو تنو په لومړنيو څېړنو کې اعتراف کړى، چې په هرات کې يې په بېلابېلو ورانکارو کړنو او ماين اېښودنو کې لاس درلود.
د دولت وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن