ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دولت څلور وسلوال مخالفين او يو د ملي اردو منسوب و وژل شو

30 Jan 2012 - 16:32
30 Jan 2012 - 16:32

کابل ښار (پژواک ١٠ سلواغه ٩٠): په ځينو ولايتونو کې څلور وسلوال مخالفين او د ملي اردو يو منسوب د يو لړ عملياتو پر مهال وژل شوي او د اردو د څلورو منسوبينو په ګډون ٢٨ تنه نور ټپي شوي دي.

 هغه خبرپاڼه، چې نن (د سلواغې ١٠مه) د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې ليکي، چې ياد شمېر مخالفين په تېرو ٢٤ساعتونو کې د ملي پوليسو د عملياتو په ترڅ کې په تخار، هلمند، ميدان وردګ، اروزګان، لوګر او پکتيکا ولايتونو کې وژل شوي دي.

 سرچينې زياته کړه، دغه عمليات، چې له ملي اردو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو سره په ګډه ترسره شول، پر مهال يې ٢٤ نور وسلوال مخالفين ونيول شول.

 په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ملي پوليسو منسوبينو ته د دغو عملياتو په جريان کې ٥٢ ډول ډول وسلې، شپږ کلاشينکوفونه، دوه تومانچې، د سپکو وسلو ٣٣٠٠ مرمۍ، اته کړۍ ماينونه، څلور لاسي بمونه او د چاودېدونکو توکو ١٠٠ بستې لاسته ورغلې دي.

 د کورنيو چارو وزارت وايي، چې ملي پوليسو تېره ورځ د وسايطو ضد پنځه ماينونه، له چادوېدونکو توکو ډکې شل بوشکې، درې فشاري ماينونه، د درنو وسلو ١٧ ګولۍ او د دهشکې ٢٠ مرمۍ، چې د مخالفينو له لوري د ورانکارو کړنو لپاره په ننګرهار او هلمند ولايتونو کې ځاى پر ځاى شوي وو، کشف او شنډ شول.

 له بل پلوه د ملي دفاع وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وايي، چې د ملي اردو يو منسوب د هلمند په کرشګ ولسوالۍ کې د امنيتي دندې د ترسره کولو پر مهال  وژل شوى او څلور نور يې د بادغيس په سنګ اتش، د کونړ په ماڼوګي او د غزني په مقر ولسواليو کې ټپي شوي دي.

 د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د ملي اردو منسوبينو د امنيتي دندو د ترسره کولو پر مهال په بادغيس، فراه او بلخ ولايتونو کې د پيکا او کلاشينکوف د مرميو په ګډون يو شمېر وسلې او يو څه مهمات ترلاسه کړي دي.

 د يادونې ده، چې د کورنيو چارو وزارت تېره اونۍ په يو شمېر ولايتونو کې د عملياتو پر مهال د دولت د ٨ وسلوالو مخالفينو د وژلو، د سړک غاړې د لسګونو ماينونو او لاسي بمونو په ګډون د وسلو او مهماتو ترلاسه کولو خبر ورکړى و.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version