ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شپږو وسلوالو طالبانو او د اردو د يوه منسوب د وژلو خبر ورکړل شو

11 Feb 2012 - 14:49
11 Feb 2012 - 14:49

کابل ښار (پژواک ٢٢ سلواغه ٩٠): په يو شمېر ولايتونو کې د دولت شپږ وسلوال مخالفين او د ملي اردو يو منسوب وژل شوى او اوه نور ټپيان شوي دي.

هغه خبرپاڼه، چې نن (د سلواغې ٢٢مه) د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتى دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، کاږي، چې په تېرو ٢٤ساعتونو کې په ننګرهار، پروان، هلمند، نيمروز، غزني او خوست ولايتونو کې د ملي پوليسو د عملياتو په ترڅ کې درې وسلوال مخالفين وژل شوي او دوه نور نيول شوي دي.

سرچينه زياتوي، چې له لويه سره ملي اردو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو په ګډه په دغه ولايتونو کې شپږ عمليات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې يې ١٢وسلوال مخالفين ونيول شول.

د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو کې ٩ کلاشينکوفونه، تومانچې، دوه پيکا ماشيندارې، يو راکټ لانچر، پنځه ميله ډول ډول وسلې، د درنو وسلو پنځه مرمۍ، ١٣کړۍ ماينونه،٢٩٠ کيلوګرام چاودېدونکي توکي، درې مخابرې او يو موټرسايکل د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

ملي پوليسو څلور شل کيلويي بوشکې چاودېدونکي توکي، چې د وسلوالو مخالفينو له لوري د کندهار د ميوند او شاه وليکوټ ولسواليو په مربوطاتو کې ځاى پرځاى شوي وو، کشف او شنډ کړل.

په عين حال کې د ملي دفاع وزارت د يوې خبرباڼې په خپرولو سره ويلي، چې د ملي اردو د منسوبينو له خوا په هلمند، اروزګان او کندهار کې ١١ کړۍ ماينونه، د راکټ انداز ٢١ مرمۍ، درې د هاوان او ١٥٠ د دهشکې مرمۍ کشف او له منځه تللې دي.

سرچينې زياته کړې ده، چې د هرات په اوبې ولسوالۍ او د کونړ د خاص کونړ په ولسوالۍ کې د امنيتي دندو د اجرا پر مهال د ملي اردو دوه منسوبين وژل شوي او پنځه نور ټپي دي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version