ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دولت د ٣٠ وسلوالو مخالفينو د وژنې ادعا وشوه

2 Jul 2012 - 14:54
2 Jul 2012 - 14:54

کابل ښار (پژواک ١٢ چنګاښ ٩١): د کورنيو چارو وزارت ادعا کوي، چې په يو شمېر ولايتونو کې ٣٠ وسلوال مخالفين وژل شوي، خو طالبان بيا دولتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

هغه خبرپاڼه، چې د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري نن (د چنګاښ ١٢مه) پژواک خبري اژانس ته را رسېد لې کاږي، چې ياد شمېر وسلوال مخالفين د تېرو ٢٤ساعتونو د عملياتو پر مهال په کابل، غزني، ميدان وردګو او هلمند ولايتونو کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا عمليات د ملې اردو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو په همکارۍ د ملي پوليسو له لوري ترسره شوي، چې په ترڅ کې يې دوه وسلوال مخالفين ټپي او ١٤نور نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې په عملياتو کې څه باندې دوه ټنه نشه يي توکي، له شپږو شاجورونو سره ١٢ميله کلاشينکوفونه، دوه راکټ لانچر، درې پيکا ماشيندار، ١٢ماينونه، اووه لاسي بمونه، يو موټر او يو موټرسايکل د ملي پوليسو لاس ته ورغلي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د ملي پوليسو منسوبينو تېره ورځ يو کلاشينکوف، دوه لاسي بمونه، د وسايطو څلورکړۍ ماينونه او يو ريموټ کنټرول ماين، چې د وسلوالو مخالفينو له لوري د وارنکارو کړنو لپاره په هلمند، پکتيکا او هرات ولايتونو کې ځاى پرځاى شوي وو، کشف او ترلاسه کړي دي.

خو طالبان بيا ادعا کوي، چې په دغو ولايتونو کې يې د اردو او پوليسو يو شمېر سرتېري وژلي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې د غزني په اب بند ولسوالۍ کې د طالبانو د يوه کمين له امله درې دولتي سرتېري وژل شوي او يو ټپي دى.

د سرچينې په وينا، د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري پر يوې امنيتي پوستې د بريد له امله، پوسته ويجاړه او دوه سرتېري په کې وژل شوي دي.

دغه راز د طالبانو بل وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي، چې د دوى د ملګرو له خوا د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې په يو بريد کې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

د طالبانو په ويب سايټ کې دا ادعا هم شوې، چې طالبانو تېره شپه د کابل په چهاراسياب ولسوالۍ کې پر يوې امنيتي پوستې بريد کړى، پوسته يې ورانه کړې او پوليس يې ټپي شوي دي.

د يادونې ده چې دوه ورځې وړاندې د کورنيو چارو وزارت په يو شمېر ولايتونو کې د ٤٤ وسلوالو مخالفينو د وژلو ادعا کړې وه، خو طالبانو د دې ادعا په ردولو سره خپله مرګ ژوبله لږ بللې وه.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version