ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دولت د ٢٧ وسلوالو مخالفينو د وژلو ادعا وشوه  

5 Jul 2012 - 12:02
5 Jul 2012 - 12:02

کابل ښار (پژواک ١٥ چنګاښ ٩١): د کورنيو چارو وزارت ادعا کوي، چې په يو شمېر ولايتونو کې د څو عملياتو په پايله کې د دولت ٢٧ وسلوال مخالفين وژل شوي، خو طالبان بيا خپله مرګ ژوبله ردوي.

په هغې خبرپاڼه کې چې نن (د چنګاښ ١٥مه) د کورنيو چارو وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي، چې دغه وسلوال مخالفين د تېرو ٢٤ ساعتونو پر مهال په بغلان، کندهار، ميدان وردګو، پکتيا، فراه او هلمند ولايتونو کې د چاڼيزو عملياتو په لړ کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عمليات د ملي پوليسو له خوا د ملي اردو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو په همکارۍ ترسره شوي او په ترڅ کې يې يو وسلوال مخالف ټپي او ١٦ نور نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې په دغو عملياتو کې اته ميله کلاشينکوفونه، دوه راکټونه، دوه کړۍ ماينونه، ٥٠ بورۍ کيمياوي توکي، ١٨٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي، دوه تومانچې او د راکټ دوه مرمۍ د ملي پوليسو لاس ته ورغلې دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د ملي پوليسو منسوبينو تېره ورځ د وسايطو ضد دوه کړۍ ماينونه او دوه تومانچې چې د دولت د وسلوالو مخالفينو له خوا د ورانکارو کړنو په موخه په هلمند او کابل ولايتونو کې ځاى پر ځاى کړي وو، هم کشف او له منځه وړي دي.

خو وسلوال طالبان بيا دولتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

د طالبانو په وېبپاڼه کې ادعا شوې، چې دوى په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په يو شمېر ولايتونو کې پر دولتي ځواکونو لسګونه بريدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې لسګونه سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د يوې امنيتي پوستې قوماندان عبدالرزاق او درې نور پوليس د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

هغه ادعا وکړه، چې دوه پوليس د ميدان وردګو ولايت په مرکز کې د يوې بلې چاودنې په ترڅ کې او د ملي اردو درې سرتېري په پکتيا کې د طالبانو په بريد کې وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

 همدارنګه د طالبانو بل وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي، چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې يې د بهرنيو ځواکونو پر پلې ګزمه چاودنه کړې، چې له امله يې يو بهرنى سرتېرى ټپي شوى دى.

 

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version