کابل ښار (پژواک ٢١ چنګاښ ٩١): د کورنيو چارو وزارت په يو شمېر ولايتونو کې د ١٢ وسلوالو مخالفينو د وژلو او ٢٠ نورو د نيولو خبر ورکړ؛ خو طالبان بيا مقابل لوري ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
په هغې خبرپاڼه کې، چې نن (د چنګاښ ٢١مه) د کورنيو چارو وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي، چې دغه وسلوال مخالفين په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په هلمند، اروزګان، کندهار، کونړ، بلخ، زابل، غزني، خوست او فراه ولايتونو کې د چاڼيزو عملياتو پر مهال وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عمليات د ملي پوليسو له خوا د ملي اردو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو په همکارۍ ترسره شوي او په ترڅ کې يې شپږ ميله کلاشينکوفونه، ٤٩ شاجورونه، ١٠ کړۍ ماينونه او لاسي بمونه، ٤٠ کيلوګرامه چاودېدنکي توکي د ملي پوليسو لاس ته ورغلي دي.
د سرچينې په وينا، په عملياتو کې ٤٠ کيلوګرامه نشه يي توکي او يو موټرسايکل هم نيول شوي دي.
خو د طالبانو ادعا کړې، چې د دوى کسانو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په يو شمېر ولايتونو کې پر کورنيو او بهرنيو سرتېرو يو لړ بريدونه ترسره کړي او په ترڅ کې يې لسګونه سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د طالب وياند قاري يوسف احمدي په وينا، د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې درې سيمه ييز پوليس، د اروزګان په چهارچينو ولسوالۍ کې د ملي اردو دوه سرتېري او د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې په يوه بريد کې پنځه کورني او بهرني سرتېري وژل شوي دي.
د هغه په وينا، د ارغستان په پېښه کې دوه طالبان هم وژل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت درې ورځې مخکې په يو شمېر ولايتونو کې د ١٧ وسلوالو مخالفينو د وژلو ادعا کړې وه، خو طالبانو بيا لسګونه کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا درلوده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن