ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بګرام له زندان څخه خوشې شوي شپږ بنديان خپلو کورنيو ته وسپارل شول

17 Jan 2012 - 16:51
17 Jan 2012 - 16:51

لښکرګاه (پژواک ٢٧ مرغومى ٩٠): د بېلابېلو ولايتونو شپږ تنه اوسېدونکي، چې د بګرام  په زندان کې بنديان وو، نن په هلمند کې دخپلو کورنيو غړيو ته وسپارل شول.

د هلمند والي محمدګلاب منګل نن (د مرغومي ٢٧ مه) په هغه غونډه كې، چې د همدغو بنديانو د راخوشې كېدو په موخه جوړه شوې وه، وويل، چې خوشې شوي كسان د هلمند ولايت په ګډون د كندهار، اروزګان او هرات ولايتونو اوسېدونكي دي.

د ده په وينا، ياد كسان په بګرام كې د دولت له مخالفينو سره د تړاو په تور، له  څلورو مياشتو څخه تر درېيو كلونو پورې بنديان وو.

نوموړي وويل، چي د دغو كسانو جرمونه كم وو، نو له همدې امله ژر خوشې شول.

ده زياته کړه: ((د جرم په مقابل كې متهمو كسانو ته زندان عبرت دى، ترڅو د ازادۍ او ښه ژوند په خوند پوه شي.))

ګلاب منګل له خوشې شويو بنديانو څخه وغوښتل، چې نور د دولت په مخالفت لاس پورې نه كړي او عادي ژوند غوره كړي.

د هلمند ولايت د سولې شورا مشر معلم شاولي له بهرنيوځواكونو څخه وغوښتل، چې په عملياتو او پلټنو كې د بې ګناه كسانو له نيولو او ځورولو څخه  لاس واخلي.

نوموړي وويل، چې خوشې شوي کسان بايد د سولې له پروسې سره مرسته وكړي، ترڅو له يوې خوا د دولت نور مخالفين خپل مخالفت پرېږدي او له بلې خوا د دوى د ژوند د ښه كولو لپاره زمينه  برابره شي.

په ياده غونډه كې د بګرام زندان د قانون د تنفيذ مرستيال تورن جنرال عمرجان وويل، چې له دې كسانو سره د بند په موده كې هېڅ ډول غيرقانوني چلند نه دى شوى.

هغه وويل: ((زموږ هڅه دا ده، چې ټول هغه بنديان چې له بهرنيو ځواكونو سره په هرځاى كې بنديان دي ،د افغان دولت له خوا يې دوسيې وڅېړل شي.))

يوه راخوشې شوي بندي، چې د هلمند د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکى دى او نوم يې وانخيست ،وويل، چې نهه مياشتې مخکې بهرنيو ځواکونو د خپل کور مخې ته په دې تور ونيوه، چې پر دوى يې ډزې کړې دي.

دغه تن پژواک اژانس ته وويل، چې ده په بهرنيو ځواکونو ډزې نه وې کړې او له وسلوالو طالبانو سره هېڅ راز اړيکې نه لري.

د هرات ولايت د شنډنډ ولسوالۍ اوسېدونكي خيرالله هم وويل، د بګرام په زندان کې يې څلور مياشتې تېرې کړې او تراوسه په خپل جرم نه پوهيږي.

هغه زياته کړه: ((د کندهار او هرات پر لاره مې لارۍ موټر چلولو، يوه ورځ مې موټر د سړک پر سر واوښت او بهرني ځواکونه راباندې راغلل او زه يې ونيولم.))

د ده په وينا، د بګرام په زندان کې ګڼ شمېر داسې خلک بنديان دي، چې په خپل جرم نه پوهيږي.

خير الله وويل، چې د بګرام په زندان کې ورسره قانوني چلند کيده او هېڅ ډول شکنجه نه ده ورکړل شوې.

د يادونې  ده، چې تر دې مخکې هم يو شمېر بنديان له بګرام څخه په لښكرګاه كې خپلو كورنيو ته سپارل شوي دي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version