ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له بګرام زندانه د هلمند ٣١ بنديان خوشې شول

7 Jan 2013 - 16:36
7 Jan 2013 - 16:36

لښکرګاه (پژواک ١٨ مرغومى ٩١): له بګرام زندانه د هلمند ولايت ٣١ بنديان خوشې او نن په لښکرګاه کې خپلو کورنيو ته وسپارل شول.

د بګرام زندان، چې اوس د پروان زندان په نوم يادېږي، په دې وروستيو کې يې چارې افغانانو ته سپارل شوې دي.

د دغو بنديانو د خوشې کولو لپاره د مرغومي په ١٨مه په لښکرګاه کې يوه غونډه جوړه شوې وه چې په کې د ملي دفاع وزارت استازي، د سولې د عالي شورا د ولايتي کمېټې مسوولينو او قومي مشرانو او د خوشې شوو بنديانو د کورنيو غړو برخه اخيستې وه.

د سولې د ولايتي كمېټې مسوول معلم شاه ولي خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى به خپلو هڅو ته ادامه ورکوي، څو له بګرام زندانه نور بنديان هم خوشې کړي.

هغه له خوشې شوو بنديانو وغوښتل، چې يو ځل بيا له دولت سره په مخالفت لاس پورې نه كړي ځكه چې دغه کار به دوى له ستونزو سره مخ کړي.

د بګرام زندان اړوند د پوځي پوليسود قوماندانۍ مرستيال جنرال مرجان شجاعي وويل، چې دغه مهال د بګرام زندان ټولې چارې د افغان ځواكونو په لاس كې دي، له همدې امله د بنديانو د خوشې كېدو پروسه چټكه شوې ده.

د نوموړي په وينا، په همدې ورځ يې يوه ډله بنديان چې له زندان څخه خوشي شوي كندوز ولايت ته ولېږله او تېره اونۍ هم په كابل كې تر سلو ډېر هغه كسان چې په څرخي پله زندان كې بندي وو، خوشې کړي دي.

د عطاءالله په نوم د ګرشک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې درې کاله مخکې په داسې حال کې د بهرنيو ځواکونو له خوا ونيول شو چې په خپل کور کې ويده و.

هغه زياته کړه: ((هېڅ ګناه مې نه درلوده، درې کاله يې هسې راباندې په بند کې تېر کړ، بهرنيانو ډېر ظلم راباندې کړى دى، خو کله چې يې افغانانو ته وسپارلو، حالت مو سم شو.))

د موسى کلا ولسوالۍ د مسلماني سيمې يوه اوسېدونکي بسم الله پژواک اژانس ته وويل، چې دوه نيم کاله مخکې له خپل کور څخه له يوه مېلمه سره يو ځاى د بهرنيانو له خوا ونيول شو.

دى وايي، چې پر دوى هېڅ جرم ثابت نه شو، د بند پر مهال که څه هم ډېر ظلم پرې نه کېده، خو د ځينو ستونزو له امله يې خپل ديني مسووليتونه نيمګړي ترسره کېدل.

دا په هلمند كې د بنديانو د خوشي كېدو پنځم پړاو دى، تر دې مهاله د هلمند ټول ۱۰۴ زندانيان د يادې شورا په هڅوخوشي شوي دي.

د يادونې ده، چې په تېرو دوو اونيو کې د څرخي او بګرام له زندانونو شاوخوا ٦٠٠ بنديان خوشې شوي دي.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version