ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند ٣٦ بنديان د بګرام له زندان څخه ازاد شول

23 Dec 2012 - 15:49
23 Dec 2012 - 15:49

لښکرګاه (پژواک ٣ مرغومى٩١): د بګرام له زندان څخه د هلمند اړوند ٣٦ بنديان خوشې او نن په لښکرګاه کې خپلو کورنيو ته وسپارل شول.

په هغې غونډه کې، چې په لښکرګاه کې جوړه شوې وه، د ملي دفاع وزارت له لوري د زندانيانو د تنظيم د چارو مسوول جنرال مرجان وويل، هڅه کوي چې په ټوليزه توګه د زندانونو چارې او ساتنه د افغان دولت په واک شي.

نوموړي له تازه خوشې شوو بنديانو وغوښتل، چې نور دې له دولت سره په مخالفت کې نه دريږي، د هېواد په سوله ،امنيت او پرمختګ کې دې برخه واخلي.

مرجان زياته کړه، تر هغه ځايه چې دوى ته د زندانونو د مسووليت چارې سپارل شوې، دوى يې په سمه توګه پرمخ بيايي.

سرچيني ژمنه وکړه، چې د بنديانو محکمه، ساتل او له زندانونو د دوى د خوشې کولو لړۍ به روانه وساتي.

د هلمند والي محمدنعيم هم له خوشې شوو بنديانو وغوښتل، چې د سولې پيغام خپلو کورنيو ته ورسوي له جنګ څخه دې لاس په سر شي او د هېواد په بيارغونه کې دې ونډه واخلي.

والي زياته کړه، چې د دغو بنديانو د خوشې کېدو پرېکړه يې يوه مياشت وړاندې د دغه ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د سولې د عالي شورا له مشر صلاح الدين رباني سره وکړه او هغه هم په خپلو هڅو، کړې ژمنه پوره او بنديان يې خوشې کړل.

په هلمند کې د سولې د عالي شورا مشر معلم شاه ولي پژواک اژانس ته وويل، چې د سولې له پروسې سره د وسلوالو مخالفينو يو ځاى کول او له زندانونو د بنديانو خوشې کول د دوى له مهمو او عمده کارونو څخه دي.

هغه زياته کړه ، چې له دې وړاندې هم د دوى په هڅو ٤١ بنديان له بګرام زندان څخه خوشې شوي او هغوى ته يې تر يوې اندازې پورې د کار زمينه هم برابره کړې.

شاولي ژمنه وکړه، چې نويو خوشې شوو بنديانو ته به هم د کار زمينه برابره کړي.

نوموړي وويل، چې په خوشې شوو تازه بنديانو کې يې ٣٤ د هلمند د بېلابېلو ولسواليو اوسېدونکي او پاتې نور د کندهار او زابل ولايتونو اوسېدونکي دي.

هغه وايي: ((له دوى څخه ضمانتونه اخيستل کېږي، څو بيا د دولت پر وسلوال مخالفت لاس پورې نه کړي او هغه څوک چې ضمانت پيدا نه کړي، له موږ سره به ساتل کېږي.))

د ښادي په نوم يوه ازاد شوي بندي پژواک اژانس ته وويل، چې په زندان کې ورسره سم چلند نه کېده، د لمانځه، ډوډۍ او په نورو برخو کې ورسره عدل په پام کې نه نيول کېده.

نوموړي زياته کړه، چې درې کاله مخکې په مارجې ولسوالۍ کې بهرنيانو په داسې حال کې ونيو، چې د خپل کور مخې ته ناست و او د دولت له مخالفينو سره يې هېڅ ډول اړيکې نه درلودې.

د احمدالله په نوم يوه بل خوشې شوي بندي پژواک اژانس ته وويل، چې بهرنيانو د لښکرګاه په خشکابې سيمه کې له کوره په داسې حال کې يووړ، چې پلار يې ناروغ او د ده تر نيولو وروسته مړ شو.

د هغه په وينا، د ده تر نيولو وروسته يې په کور کې يواځې ١١ کلنه لور او پنځه کلن زوى پاتې وو.

ده ادعا وکړه، چې بهرنيانو د تحقيق پر مهال څو وارې لوڅ کړى او د ده بربنډ انځورونه يې هم اخيستي دي.

ده زياته کړه، چې له وسلوالو طالبانو سره يې هېڅ ډول اړيکې نه درلودې.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version