ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د سرو زرو او تېلو بيې لوړې شوې دي

19 Jan 2012 - 17:20
19 Jan 2012 - 17:20

کابل (پژواک ٢٩ مرغومى٠ ٩): نن د تېرې پنجشنبې په پرتله په کابل ښار کې د سرو زرو او تېلو بيې لوړې شوې، خو د ګاز بيه را ټيټه شوې ده.

د کابل د تايمنيو په څلورلارې کې د هاشمي د تېلو ټانک يوه کارکوونکي صديق الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن يو لېتر ډېزل په ٦٦ او پټرول په ٦٢ افغانيو پلوري.

هغه وويل، دا چې تېل ولې لوړ شوي، معلومات نه لري.

تېره پنجشنبې د کابل ښار د تېلو په ټانکونو کې يو لېتر ډېزل په ٦٥ او پټرول په ٥٩ افغانۍ پلورل کېدل.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د مرغومي په ٢٤مه نېټه اعلان وکړ، چې له روسيې څخه د پېرودل شوو لس زره ټنه ډېزل تېلو څخه زر ټنه کابل ته را رسېدلې او له همدې نېټې به په دولتي ټانکونو کې يو لېتر ډېزل پر ٦٠ افغانيو وپلورل شي.

سرچينې ويلي و، چې په دولتي ټانکونو کې يو لېتر پټرول د تېرو ورځو په شان په ٦١ افغانۍ پلورل کېږي.

خو د اوبلن ګاز بيه په شخصي دوکانونو کې راښکته شوې ده.

د پل پاچا سيمې يوه اوسېدونکي خالد احمد وويل، چې تېره اونۍ د يوه کيلو اوبلن ګاز بيه په دې سيمه کې ٧٥ افغانۍ وه، خو په دې اونۍ کې يې بيه راټيټه شوې او نن يې کيلو په ٦٥ افغانۍ پلورل کېږي.

احمد فريد د کابل ښار د کمپنۍ د باغ اختر سيمې يوه اوسېدونکي وويل، چې د دوى په سيمه کې تېره اونۍ يو کيلو ګاز له ٧٥ افغانيو څخه تر اتيا افغانيو پورې پلورل کېده، خو نن يې بيه را غورځېدلې او له ٦٥ افغانيو څخه تر اويا افغانيو پورې پلورل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د يوه کيلو پرچون اوبلن ګاز بيه په شخصي دوکانونو کې په ٦٥ افغانۍ اعلام کړې ده.

د يادونې ده، چې په دولتي پلورنځيو کې د تېرې اونۍ په څېر يو کيلو اوبلن ګاز په ٥٥ افغانۍ پلورل کېږي او هغه شخصي دوکانونه، چې له دولت څخه ګاز اخلي، يو کيلو ګاز په ٥٩ افغانۍ پلوري.

په شخصي هټيو کې د ګاز بيه وروسته تر هغه را ټيټ شوه، چې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د نفتي توکو رياست له ملي امنيت، لويې څارنوالۍ او کابل ښاروالۍ سره په ګډه له تېرو دوو اونيو څخه په کابل ښار کې د ګاز د بيې کنټرول پيل کړى دى.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د نفتي توکو رييس انجنير فريد شېرزي د معلوماتو له مخې، د دغه پروګرام له پيل څخه يې تر اوسه د ګاز د پلورلو ٣٥ مغازې د ښار په بېلابېلو سيمو کې د ګران پلورنې له امله تړلې او کنټرول اوس هم روان دى.

د ده په وينا، د ګاز له را واردونکو سوداګرو سره د دغه وزارت د تفاهم پر بنسټ، ټاکل شوې ده، چې د ګاز عمده پلورونکي يوه کيلو اوبلن ګاز سر له راتلونکې اونۍ څخه په ٥٥ افغانۍ ورکړې او پرچون پلورونکي يوه کيلو په ٦٠ افغانۍ.

له لوى اختر څخه مخکې په کابل ښار کې يو کيلو ګاز په ٥٥ افغانۍ پلورل کېده، خو وروسته يې بيه تر څه باندې سلو افغانيو لوړه شوه.

د سون د لرګيو بيې هم په دې اونۍ کې پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د قعله فتح الله په اخري سرک کې يوه لرګي پلورونکي حسين علي وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر يو خروار بې پوسته بلوط لرګي په ٦٨٠٠ افغانۍ او يو خروار د ارچې لرګي په ٦٥٠٠ افغانۍ پلوري.

 همدا رنګه دلومړنيو خوراکي توکو بيو هم د تېرې پنجشنبې په پرتله بدلون نه دى موندلى.

 د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، چې نن هم د تېرې پنجشنبې په څېر يوه پنځوس کيلويي بورۍ لومړۍ درجه سېله وريجي په ٢٥٠٠ افغانۍ او يو پنځوس کيلويي بورۍ برازيلۍ بوره په ٢١٦٠ افغانۍ پلوري.

 همدا راز نوموړي زياته کړه، چې نن هم د تېرې اونۍ په څېر د يو پنځه لېتره پيپ سپين غر غوړيو بيه ٤٢٠ افغانۍ، د يو کيلو افريقايي تور چاى بيه ١٩٠ افغانۍ او د يو کيلو اندونيزيايي شين چاى بيه ١٦٠ افغانۍ ده.

 خو هغه زياته کړه، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله يوه بورۍ پاکستاني لومړي درجه اوړه له ٣٠ افغانيو کمښت سره په ١٠١٠ افغانيو پلوري.

 د خوراکي موادو د پرچون بيې د هغو د عمده بيو په پرتله، په ځينو ځايونو کې ډېرې او په ځينو کې لږ توپير لري.

 د کابل ښار د قلعه فتح الله په سيمه کې د خوراکي توکو يوه پلورونکي نثار احمد وويل، چې يوه بورۍ ٥٠ کيلويي لومړۍ درجه سېله پاکستاني وريجې په ٢٧٠٠ افغانۍ او يوه بورۍ ٥٠ کيلويي برازيلۍ بوره په ٢٣٥٠ افغانۍ پلوري.

 هغه وويل، چې يوه بورۍ لومړي درجه پاکستاني اوړه په ١١٧٠ افغانۍ، يو پيپ پنځه لېتره سپين غر غوړي په ٤٧٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٩٠ افغانيو پلوري.

خو د تېرې اونۍ په پرتله د سروزرو بيه لوړ شوې ده.

د مريم لېسې په بازار کې د سرو زرو يو پلورونکى عبدالبصير وايي، چې نن (د مرغومي ٢٩مه) د يو ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٢٥٠ افغانۍ او د يو ګرام ايراني سرو زرو بيه ١٨٥٠ افغانۍ ده.

تېره اونۍ د کابل ښار په بازارونو کې د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٢٠٠ افغانۍ او د يو ګرام ايراني سروزرو بيه ١٨٠٠ افغانۍ وه.

د سرو زور پلورونکي وايي، چې د کابل په بازارونو کې د سرو زرو د بيې لوړوالى په نړيوالو بازارونو کې د هغې د بيې په لوړېدا پورې اړه لري.

 د کابل ښار د شهزاده سراى د يوه صراف احمد شاه صالحي د معلوماتو له مخې، نن يو امريکايي ډالر په ٤٩،٥٥ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٤٣ افغانۍ پلورل کېږي.

  تېره پنجشنبې يو امريکايي ډالر په ٤٠، ٤٩ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٤٠ افغانۍ وې.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version