ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني په قره باغ کې تښتول شوى صراف خوشې شو

21 Jan 2012 - 16:38
21 Jan 2012 - 16:38

غزني ښار (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٠): د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې درې ورځي مخکې د ناپېژانده کسانو له لوري تښتول شوى صراف د سيمې د خلکو په مرسته را خلاص شو.

 د قره باغ د سيمه ييزې شورا مشر عبدالحليم جانان نن (د سلواغې لومړۍ نېټه) پژواک اژانس ته وويل، چې تښتول شوى صراف درياخان د وسلوالو طالبانو له خوا تښتول شوى و.

 د هغه په وينا، تښتونکو درياخان تېره شپه خپل کلي ته نږدې په دښته خوشې کړى و او پر سبا يې، د سيمې خلکو د سړک پر غاړه، چې د خوځېدو نه و، په ډېر بد حالت کې وموند.

 نوموړي وويل، درياخان ته په تېرو درېيو شپو او ورځو کې اوبه او ډوډۍ نه وه ورکړل شوې او په سړه کوټه کې ساتل شوى و.

 جانان زياتوي، چې درياخان د وسلوالو طالبانو د واک په سيمه کې تښتول شوى و او درې ورځې وروسته د سيمې د خلکو او قومي مشرانو په مرسته را خوشى شو.

 درياخان خروټى د تېرې چهارشنبې په مازديګر خپل کور ته نږدې د مخ پټو موټرسايکل سپرو له لوري وتښتول شو او درې ورځې لا درکه وو.

 په غزني کې د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونيار الله نظر ضيايي هم ومنله، چې په قره باغ کې يو صراف تښتول شوى و او اوس بېرته خوشې شوى دى.

 د درياخان خروټي د تره زوى او د غزني پوهنتون استاد محمدزلمي باور پژواک اژانس ته وويل، چې نوموړى په سړه خونه کې ساتل کېده او ډوډۍ هم نه ده ورکړل شوې.

د ده په وينا، د درياخان روغتيايي حالت په ښه کېدو دى، دغه راز د ده د تښتونې پر مهال يو کليوال هم، چې يې د ژغورلو هڅه کوله، ټپي شوى و او اوس يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

 باور وايي، چې د درياخان د تښتونې په شک درې تنه د کليوالو له لوري پېژندل شوي دي.

 دى وايي، چې د درياخان د تښتونې پر لومړۍ ورځ د خوشي کېدو په بدل کې ١٠٠زره امريکايي ډالر غوښتل شوي وو، خو هغه دومره پيسې نه لرلې، چې خپل ژوند يې ژغورلى واى.

 د ده په وينا، نوموړى د قومي مشرانو او کليوالو په هڅو راخلاص شو، کله يې چې د شکمنو تښتوونکو د موندلو هڅه پيل کړه، په سبا يې تښتوونکو درياخان ازاد کړ.

 دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا درې مياشتې مخکې په قره باغ کې وسلوالو طالبانو درې تنه د غلا په تور په عام محضر کې په مرميو وويشتل.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version