ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په قره باغ کې يو صراف وتښتول شو

په قره باغ کې يو صراف وتښتول شو

author avatar
19 Jan 2012 - 12:00
په قره باغ کې يو صراف وتښتول شو
author avatar
19 Jan 2012 - 12:00

غزني ښار ( پژواک ٢٩ مرغومى ٩٠) : د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې ناپيژاندو وسلوالو يو صراف تښتولى او د خوشې کېدو په بدل کې يې ١٠٠ زره امريکايي ډالر غوښتي دي.

د قره باغ د سيمه ييزې شورا غړي حاجي وکيل احمد مشال د مرغومي په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د درياخان په نوم دغه صراف پرون مازيګر د قره باغ له بازاره کورته پر لاره تښتول شوى دى.

مشال زياتوي  چې درياخان خروټى په سيمه کې زيات قومي نفوذ هم لري  او تر دې مهاله يې تښتوونکي نه دي پېژندل شوي.

د هغه په وينا، تښتونکي ښايي پخپله د سيمي خلک وي، خو په کندهارۍ لهجه خبرې کوي او د خوشې کېدو په بدل کې پيسې غواړي.

درياخان خروټى د قرباغ ولسوالۍ په يو کيلومترۍ ساحه کې تښتول شوى دى .

په قره باغ کې په دې وروستيو کې غلاوې زياتې شوې دي.  

د غزني امنيه قوماندان مل پاسول زړور زاهد ددې پېښې په اړه ناخبري ښيي،خو زياتوي،چې په اړه يې به پلټنې پيل کړي.

د درياخان خروټي د تره زوى او د غزني پوهنتون استاد محمد زلمى وايي،چې درياخان مازيګر ناوخته د خپل کور پر لور پخپل کرولا موټر کې روان و ،چې درې تنه مخ پټي موټر سايکل سپاره يې مخ ته ودرېدل.

هغه وايي،چې له دې موټر سايکل سپرو سره وسلې هم وې،کله چې کليوالو د درياخان د ژغورنې هڅه کوله،غلو پرې ډزې وکړې او يو تن کليوال يې ټپي کړ.

زلمى وايي، چې دوه ځلې يې پخپله له غلو سره په ټېلېفون خبرې کړې دي،د ده په خبره، چې غله زياتې خبرې نه کوي او يواځې د پيسو غوښتنه کوي.

نوموړى وايي ، چې غله ترې ١٠٠ زره امريکايي ډالر غواړي، خو د درياخان د خلاصون په موخه په سيمه کې قومي مشرانو هم  هڅې پيل کړې دي.

په قره باغ کې شاخوا درې مياشتي مخکې وسلوالو طالبانو درې غله د سلګونه خلکو په مخکې په ګوليو وويشتل.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.