ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند والي د ډاکټر عبدالله څرګندونې رد کړې

21 Jan 2012 - 17:13
21 Jan 2012 - 17:13

لښکرګاه (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٠): د هلمند والي د ډاكټر عبدالله هغه څرګندونې چې د هلمند اداره كمزورې او قضايي پرېكړې يې اوس هم په پاكستان كې د طالبانو له خوا كېږي، په كلكه رد كړې.

د ملي ايتلاف مشر ډاكټر عبدالله عبدالله، د هلمند د ولايتي ادارې په اړه دغه څرګندونې په کابل کې د محصلينو يوې غونډې ته کړې وې.

د هلمند والي د ډاكټر عبدالله عبدالله د دغو څرګندونو په اړه نن (د سلواغې لومړۍ نېټه) په يوه خبري ناسته كې وويل، چې د نوموړي خبرې له حقيقت څخه لرې او پر واقعيتونو نه دى خبر.

د هغه په وينا، هلمند د هېواد په کچه اوس يو باامنه ولايت دى، نږدې د ټولو ولسواليو امنيت يې د دولت په واك كې دى او ملكي ادارې يې هم ټولې فعالې شوې دي.

نوموړي وويل، چې د يوه سياستمدار لپاره دا نه  ښايي، بې له دې چې پوره معلومات ولري، دا ډول څرګندونې وكړي.

والي زياته كړه: ((د ملي ايتلاف مشر دغه ډول بې بنسټه څرګندونې د هېواد د سرتېرو او هغو قومي او ديني مشرانو سره  لويه جفا او ظلم دى، چې په تېرو درېيو كلونو كې يې سترې قربانۍ وركړې دي.))

منګل له ډاكټر عبدالله څخه وغوښتل، چې له كابل څخه د هلمند په اړه په ناخبرۍ سره پرېكړه ونه كړي او هلمند ته دې راشي او هر څه دې له نږدې وګوري.

د ده په وينا، كه د هلمند ولايت د قضايي برخې ترڅنګ امنيت او اداره كمزورې وي، نو بيا ولې د مركز لښكرګاه او درېيو ولسواليو د امنيت مسووليت له بهرنيو ځواكونو څخه افغان ځواكونو ته سپارل كېږي.

نوموړي وويل: ((اوس مهال د دې ولايت ټولې اړونده ادارې فعاله دي او ځايي اوسېدونكي پاكستان او يا هم طالبانو ته خو څه، چې مركز لښكرګاه ته اړتيا نه لري، چې د خپلو ستونزو د هواري لپاره راشي، ځكه د دوى ټولې ستونزې په ولسواليو کې هوارېږي.))

والي زياته کړه چې د قضايي برخو ترڅنګ، په ولسواليو كې سيمه ييزې او كليوالې شوراګانې هم جوړې شوې دي، چې د خلكو ستونزو د هواري په برخه كې مرستې كوي.

د ده په خبره، ډاكټر عبدالله او داسې نور کسان شته، چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر بې مسووليته پرېكړې كوي.

د ملي ايتلاف مشر په  داسې حال كې د هلمند امنيت او اداره  كمزورې ښيي، چي تېره ورځ د امريكا متحده ايالاتو ولسمشر باراک اوباما له سي ان ان تلويزيون سره په يوه ځانګړې مرکه کې د هلمند ولايت د افغانستان د امنيت يو بېلګه بللې وه.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version