ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان له ګوانتانامو څخه د طالب بنديانو خوشې کېدو سره موافقه وښوده

22 Jan 2012 - 18:49
22 Jan 2012 - 18:49

کابل (پژواک ٢ سلواغه ٩٠): د افغانستان حکومت له ګوانتانامو امريکايي زندان څخه د طالب بنديانو خوشې کولو سره موافقه وښوده.

په دې وروستيو کې په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانيستلو او امريکا او طالبانو سره د سولې خبرې اترې شوې، چې په ترڅ کې يې له ګوانتانامو څخه د ځينو مهمو طالب بنديانو د خوشې کولو اوازې هم خپرې شوې دي.

د افغانستان حکومت تر دې وړاندې ويلي و، چې که طالب بنديان له ګوانتانامو څخه خوشې کېږي، بايد افغان حکومت ته يې وسپاري.

خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاوېد لودين د سلواغې په ٢مه، افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي مارک ګروسمان سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وويل، چې د طالب بنديانو خوشې کېدل او قطر ته يې استول، د هغوى خپلو کورنيو سره د يو ځاى کېدو په معنا دي.

هغه زياته کړه: ((که چېرته امريکا وغواړي، دا طالب بنديان قطر ته واستوي، نو د افغانستان حکومت د دې کار ملاتړ کوي.))

نوموړي، په قطر کې د طالبانو دفتر پرانيستلو ته په اشارې سره وويل، چې تر اوسه دا دفتر نه دى پرانيستل شوى او د جوړولو پر وړاندې يې لا اوږده لاره پرته ده.

خو جاوېد لودين زياته کړه، چې د دې دفتر د پرانيستل کېدو د لارو چارو پيدا کولو په موخه بايد د قطر حکومت يو پلاوى د افغانستان حکومت سره د خبرو اترو په موخه کابل ته واستوي.

د امريکا ځانګړي استازي مارک ګروسمان هم د جاوېد لودين د دې خبرې ملاتړ وکړ، چې د قطر د دفتر د پرانيستلو په موخه بايد د دغه هېواد يو پلاوى کابل ته سفر وکړي.

مارک ګروسمان وايي، چې په قطر کې د طالبانو  دفتر پرانيستلو لپاره لا هم نورو هڅو ته اړتيا ده.

هغه د طالب بنديانو د خوشې کولو په اړه وويل، چې حکومت يې تر اوسه د دې بنديانو د خوشې کولو په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

خو نوموړي زياته کړه، چې ډېر ژر به يې حکومت له کانګرېس سره په دې اړه مشورې پيل کړي.

مارک ګروسمان، افغانستان ته له راتګ څخه مخکې له ترکي، سعودي، متحده عربي اماراتو او هندي چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې اترې کړې دي.

هغه دغو چارواکو سره د ترسره شويو خبرو اترو په اړه په ډاګه کړه، چې د دې هېوادونو چارواکو د سولې له روانو هلو ځلو څخه کلک ملاتړ څرګند کړى دى.

نوموړي، وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو په اړه يو ځل بيا پخواني شرطونه تکرار کړل، چې هغوى دې له القاعدې سره اړيکې پرې او د سولې له پروسې دې ملاتړ وکړي، ترڅو روانه جګړه پاى ته ورسېږي.

د امريکا ځانګړي استازي مارک ګروسمان د سولې په پروسه کې د افغانانو پر مشرۍ يو ځل بيا ټينګار وکړ او ويې ويل، چې يواځې افغانان کولى شي د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.

ټاکل شوې وه، چې مارک ګروسمان پاکستان ته هم سفر وکړي؛ خو د هغه هېواد له خوا د اجازې نه ورکولو له امله دا سفر وځنډېد.

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جاوېد لودين، د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان رول مهم وباله او زياته يې کړه، چې دواړه هېوادونه نږدې ګډې ګټې  لري؛ نو له همدې امله افغانستان له پاکستان سره اړيکو ته زيات اهميت ورکوي.

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي مارک ګروسمان، پرون او نن له ولسمشر حامد کرزي سره هم د سولې د روانو هلو ځلو په اړه خبرې اترې کړې دي.

دغه راز نوموړي د سولې د عالي شورا له غړو او يو شمېر نورو چارواکو سره هم ليدلي دي.

ګروسمان داسې مهال افغانستان ته سفر کوي، چې په قطر کې له طالبانو سره د امريکايي چارواکو په خبرو کې د افغان حکومت د ګوښه ساتل کېدو، ځينې اندېښنې راټوکولې دي.

ګروسمان د دې لپاره کابل ته سفر کړى، ترڅو افغان حکومت ته ډاډ ورکړي، چې لا هم امريکا د افغان حکومت پر مشرۍ د سولې خبرو ته ژمن دى.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version