ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سې اى اې: طالب بنديان به له خوشې کېدو وروسته هم تر توقيف او څارنې لاندې وي

author avatar
1 Feb 2012 - 12:59
author avatar
1 Feb 2012 - 12:59

کابل (پژواک ١٢ سلواغه ٩٠): د امريکا استخباراتي ادارې خپل حکومت ته په يوه راپور کې ويلي، چې له ګوانتانامو څخه له ايستلو وروسته به هم مهم طالب بنديان په توقيف او يا تر نظر لاندې وي.

د امريکايي رسنيو په حواله، دغه څرګندونې د استخباراتي ادارې (سي. اى. اې) مشر ډيوېډ پيټرايس پرون د سنا مجلس د استخباراتو کمېسيون ته کړې دي.

هغه زياته کړې، که چېرې له ګوانتانامو څخه د پنځو مهم طالب بنديانو د خوشي کولو په اړه حکومت کومه پرېکړه کوي، نو دغه بنديان به پاکستان يا افغانستان ته نه، بلکې کوم درېيم هېواد ته لېږل کېـږي.

سرچينو زياته کړې، چې دغه درېيمګړى هېواد کېداى شي قطر وي، چېرته چې له طالبانو سره د خبرو اترو په موخه هغوى ته د دفتر پرانيستلو پرېکړه شوې ده.

ډېوېډ پيټرايس وويل، چې له ګوانتانامو څخه د طالب بنديانو له خوشي کېدو وروسته د راپيدا کېدونکو امنيتي ګواښونو په اړه يې يو راپور د اوباما ادارې ته وړاندې کړى دى.

د هغه په وينا، په دغه راپور کې راغلي، چې له ګوانتانامو څخه له لېږدېدو وروسته به هم مهم طالب بنديان په توقيف او يا تر څارنې لاندې ساتل کېږي.

که څه هم امريکا تر اوسه په رسمي توګه له ګوانتانامو څخه د طالب بنديانو د خوشي کولو په اړه څه نه دي ويلي، خو غربي رسنيو ويلي و، چې امريکا غواړي له طالبانو سره د خبرو اترو د بريالۍ کولو په موخه يو شمېر مهم طالب بنديان خوشي کړي.

خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويکټوريا نولينډ ويلي و، چې تر اوسه حکومت په دې اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

غربي رسنيو خوشي کېدونکي طالب بنديان ملا خيرالله خيرخواه، نورالله نوري او ملا فضل اخوند بللي دي.

ملا خيرالله خواه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کورنيو چارو د وزير، نورالله نوري په بلخ ولايت کې د والي په توګه او ملا فضل په شمال کې د جنګي قوماندان په توګه دندې ترسره کړې دي.

خو طالبانو ته يوې نږدې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بنديانو د خوشي کولو په اړه د امريکا او طالبانو ترمنځ اختلافات رامنځته شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې له خبرو مخکې دواړو لورو پرېکړه کړې وه، چې د يو بل بنديان به خوشي کوي.

دغه سرچينه وايي، چې درې امريکايان له طالبانو سره بنديان دي او امريکا د هغوى په بدل کې له ګوانتانامو څخه مهم طالب بنديان خوشي کول.

د هغه په وينا، وروسته له هغه، چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ افغان دولت افغانستان ته د دغو بنديانو د سپارلو غوښتنه وکړه، امريکا دغه تبادله ځنډولې ده.

خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جاوېد لودين تېره اونۍ په يوه خبري غونډه کې وويل، چې که طالب بنديان خوشي کېـږي او له خپلو کورنيو سره يو ځاى کېږي، نو دوى پرې کوم اعتراض نه لري.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.