ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نوید ځدراڼ د ټپ له امله د نیوزیلنډ پر وړاندې راتلونکې یوازېنۍ ټېسټ لوبه کې نشي لوبېدلی

نوید ځدراڼ د ټپ له امله د نیوزیلنډ پر وړاندې راتلونکې یوازېنۍ ټېسټ لوبه کې نشي لوبېدلی

author avatar
6 Sep 2024 - 14:44
نوید ځدراڼ د ټپ له امله د نیوزیلنډ پر وړاندې راتلونکې یوازېنۍ ټېسټ لوبه کې نشي لوبېدلی
author avatar
6 Sep 2024 - 14:44

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د ملي لوبډلې چټک توپ‌اچوونکی نوید ځدراڼ د بدن د ښي اړخ پوښتیو برخه کې د ټپ له امله د نیوزیلنډ پر وړاندې راتلونکې یوازېنۍ ټېسټ لوبه کې نشي لوبېدلی.

د افغانستان کرکټ بورډ نن د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ملي لوبډلې د ډاکټر او فزیوتراپیست په وینا، نوید ځدراڼ د ښي لوري د پوښتیو په برخه کې د عضلې د اوښتو له امله د درد احساس کوي چې له معایناتو وروسته یې له امله نوموړي ته له درېیو تر څلورو اونیو پورې د استراحت سپارښتنه شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې د ملي لوبډلې دغه چټک توپ‌اچوونکی نشي کولی چې د نیوزیلنډ پر وړاندې د راتلونکې ټېسټ لوبې برخه شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د ډاکټر او فزیوتراپیست له قوله لیکلي، نوید ځدراڼ به ژر تر ژره بېرته خپل عادي حالت ته راشي؛ ځکه تر غوره درملنې لاندې دی او هیله‌من دی چې نوموړی د سویلي افریقا پر وړاندې تر راتلونکو سیالیو پورې بیرته عادي حالت ته راوګرځي.

د یادونې ده چې د افغانستان او نیوزیلنډ لوبډلو ترمنځ یاده ټېسټ لوبه به راتلونکې دوشنبې (د وږي ۱۹مه) ‎د افغانستان پر وخت سهار په نهو بجو ترسره کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ د روانې وږي میاشتې په شپږمه د نیوزیلنډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ‌ لوبې د تمریناتي کمپ لپاره شل کسیزه لوبډله اعلان کړه چې دمګړۍ په هند کې د یادې لوبې لپاره چمتووالي نیسي.

همداراز د نیوزیلنډ کرکټ ملي ټیم د افغان ملي لوبډلې پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې په موخه د هندوستان ګریټر نویډا ښار ته رسېدلی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.