ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عقاب خټک د زوکړې سلمه کاليزه ونمانځل شوه

22 Jan 2012 - 16:59
22 Jan 2012 - 16:59

کابل (پژواک د سلواغې ٢مه ٩٠): د کوزې پښتونخوا د نوميالي ادبپوه او مورخ ارواښاد سرفراز خان عقاب خټک د زوکړې د سلمې کاليزې د نمانځنې په وياړ علمي- څېړنيز سيمينار په کابل کې ترسره شو.

 دا سيمينار، چې نن (د سلواغې ٢مه) د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو علمي مرکز له خوا جوړ شوى و، په کې  سلګونو علمي-فرهنګي شخصيتونو، ليکوالو او څېړونکو برخه درلوده.

 د ژبو او ادبياتو مرکز علمي غړي څېړنوال سيد محى الدين هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سيمينار په لومړۍ غونډه کې د ولسمشر حامد کرزي له پيغام سربېره د بېلابېلو وزارتونو، علمي، تعليمي او اکاډميکو فرهنګي ادارو پيغامونه ولوستل شول.

 د ولسمشر کرزي په پيغام کې راغلي و، چې ارواښاد سرفراز خان عقاب خټک له هغو ادبپوهانو څخه و، چې د څېړنې لپاره يې نوي موضوعات ټاکل او زيار يې وېسته، چې په خپلو څېړنو کې د پخوانيو څېړنو نيمګړتياوې پوره کړي.

  حامد کرزي زياته کړې : ((د عقاب خټک د ديد ساحه پراخه وه، فکر يې ژور او پوخ و. د ده څېړنو زموږ د ادب او تاريخ ځينې تياره څنګونه روښانه کړل.))

 په پيغام کې زياته شوې، چې عقاب خټک په دري او انګريزي ادبياتو کې هم ژوره مطالعه درلوده، د خاقاني غوندې ستر شاعر په اړه يې څېړنې کړي او د ده قصيدې يې  انګريزي ژبې ته اړولې دي؛ دغه راز د انګريزي ادب ځينې شهکارونه يې په پښتو ژباړلي دي.

 د سيد محي الدين هاشمي په وينا، د دې سيمينار د علمي غونډې په بهير کې د پوهانو او څېړونکو له خوا د مقالو او ويناوو په ترڅ کې د عقاب خټک د ژوند، علمي، فرهنګي او ټولنيز شخصيت په اړه هراړخيزې څرګندونې وشوې.

 هغه زياته کړه، چې د دغه علمي- څېړنيز سيمينار په پاى کې برخه والو د يوه پرېکړه ليک په ترڅ کې غوښتنه وکړه، چې د خټک ژباړې د يوې باصلاحيته مرجع له خوا راټولې او تر تخصصي کتنې وروسته دې چاپ او خپرې کړي.

 دغه راز د قومو و قبايلو او سرحدونو چارو له وزارت څخه غوښتنه شوې، چې د عقاب خټک کليات، چې اوس يې چاپي نسخې نه موندل کېږي، چاپ کړي.

 په پرېکړه ليک کې راغلي، چې د سرفراز خان (تاريخ خټک) اثر دې د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو نړيوال مرکز له خوا له اردو ژبې څخه پښتو ته وژباړل او چاپ دې شي.

 دغه راز په پرېکړه کې زياته شوې، چې د عقاب خټک د زوکړې د سلمې کاليزې د نمانځنې د علمي- څېړنيز سيمينار د مقالو ټولګه دې د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو د مرکز له لوري چاپ او خپره شي.

 د يادونې ده، چې ارواښاد سرفراز خان عقاب خټک د ١٩١١زېږديز کال د کوزې پښتونخوا په چارسده سيمه کې زېږېدلى او په ١٩٨٤ز کال يې له نړۍ سترګې پټې کړې.

 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version