ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د علامه اقبال لاهوري په افکارو کې د افغانستان انځور” سیمينار جوړ شو

“د علامه اقبال لاهوري په افکارو کې د افغانستان انځور” سیمينار جوړ شو

author avatar
15 Nov 2018 - 16:26
“د علامه اقبال لاهوري په افکارو کې د افغانستان انځور” سیمينار جوړ شو
author avatar
15 Nov 2018 - 16:26

کابل (پژواک، ٢٤ لړم ٩٧): "د علامه اقبال لاهوري په افکارو کې د افغانستان انځور" علمي- څېړنيز سيمينار په کابل کې ترسره شو.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي غړي څېړنوال محمد اصف احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دولت د فرهنګي تګلارې له مخې او د افغانستان د ترکمنو مېرمنو د ټولنيز سازمان د غوښتنې پر اساس د علومو اکاډمي له ياد سازمان سره په ګډه همکارۍ تر ياد سرليک لاندې علمي – څېړنيز سيمينار د لړم په ٢٣مه ترسره شو چې لسګونو پوهانو او څېړونکو په کې برخه اخيستې وه.

ده زياته کړه، سيمينار د ولسمشر محمد اشرف غني د پيغام په لوستلو سره پيل شو، ورپسې د علومو اکاډمي سرپرست ريیس څېړنوال ډاکټر عبدالظاهر شکیب او د افغانستان د ترکمنو ښځو د ټولنې استازي محمد انور نوري ويناوې وکړې.

د ولسمشر په پيغام کې راغلي وو چې علامه اقبال لاهوري د هند براعظمګي يو هغه ستر شخصيت و چې له افغانانو او افغانستان سره يې ډېره مينه درلوده او د ده په اثارو او افکارو کې افغانستان مهم ځاى لري.

ده زياته کړې، علامه اقبال د افغانانو لپاره يو حقداره شخصيت دى، دى د يوه واقعي مسلمان په حيث د افغانستان د عزت او ترقۍ هیله من و او د يوه لوى مفکر په توګه پر دې پوهېده چې افغانستان د اسيا زړه دى او زړه که نا ارامه وي، د سيمې نور ملکونه به هم په ستونزو کې وي.

د هغه په وينا، د علامه اقبال په شعرونو او ليکنو کې داسې ډېر څه شته چې اوس هم زموږ لپاره الهام بښونکي دي.

دى د نوي عصر له رازونو د خبر شخص په توګه پر دې ښه پوهېده چې مسلمانانو ته په کار ده چې يو بل ته لاسونه سره ورکړي، په نوي علم او ټکنالوجۍ سنبال شي او د خپلو ملکونو ترقي ته پام واړوي.

ولسمشر هيله مندي ښودلې چې په دغه سيمينار کې د علامه اقبال انساني پيغامونه لا زيات معرفي شي.

د علومو اکاډمي سرپرست څېړنوال شکېب بيا وويل، چې علامه اقبال لاهوري د ناوېشلي هندوستان لوى متفکر، فلسفي شاعر او د مسلمانانو د بيدارۍ او ويښتابه رښتينى لارښود، د بشريت لوى خيرخواه او د نړۍ د انسانانو لپاره يو الهام بخښونکى شخصيت و.

ده زياته کړه، علامه اقبال په اردو او پارسي ژبو كې په تول تللې او پخه شاعري كړې ده، چې په شاعرۍ كې يې د ختيځې نړۍ د ولسونو د بيدارۍ لپاره لوى درسونه موجود دي.

د هغه په وينا، علامه اقبال داسې مهال اسلامي نړۍ ته سترګې پرانيستې چې د هغه پر وړاندې د اسلامي نړۍ سترې سرچينې پرتې وې. هغه په انګليسي ژبه كې د پښتو ژبې د بې جوړې علمي شخصيت خوشحال خان خټک له افکارو او آثارو سره اشنا شو، پر خوشال مين شو او له نظرياتو يې بې حده متاثره شو او له دې امله يې، هغه ته د حکيم ملت افغانيان خطاب وکړ او خپلې يوې شاګردې خديجه بيګم فيروزالدين ته يې لارښوونه وكړه چې پر خوشحال خان خټك خپل دپي ايچ ډي تيسس د پنجاب پوهنتون لپاره وليكي.

شکيب وويل، اقبال له افغانستان سره ځانګړې مينه درلوده او له افغانانو ډېر زيات متاثر و. دغه راز افغانانو هم له اقبال سره ډېره مينه کړې ده، هغه ته يې د عقيدت پېرزوينې وړاندې کړې دي او په اقبال باندې يې ډېر څه ليکلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.