ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

برفکوچ او توپان د اتو تنو ژوند واخيست

23 Jan 2012 - 16:23
23 Jan 2012 - 16:23

فيض اباد(پژواک ٣ سلواغه ٩٠): په بدخشان ولايت کې د واورې ښويېدنې او سخت توپان په دوو پېښو کې ،د زېږون پرمهال د يوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون يې ،د اتو تنو ژوند واخيست

 لومړۍ پېښه تېره شپه هغه مهال د اب باريک په کوتل کې رامنځ ته شوه،چې دوو اميدوارو ښځو په ګډون اوه تنه په واوره کې ګير شول.

 د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ نن(د سلواغې ٣مه) له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې څرګنده کړه،چې سخت توپان د ارګو او داريم ولسواليو تر منځ د اب باريک په کوتل کې درې نارينه، دوه ماشومان او د زېږون پرمهال يوه مېرمن مړي دي.

 د نوموړي په وينا، دې کسانو د ولايت مرکز ته دوه اميدوارې مېرمنې لېږدولې، چې تېره شپه په دې کوتل کې په واورو کې بند شول او د سختې يخنۍ له امله يې ساه ورکړه.

 راسخ زياته کړه،چې يادو دوو مېرمنو په اب باريک کوتل کې زېږون کړى ،چې په ترڅ کې دواړه ماشومان هم مړه شوي دي.

 راسخ زياته کړه،چې له دې ډلې څخه يوه مېرمن د سيمې د خلکو له خوا ژغورل شوې  او د ولسوالۍ مرکز ته وړل شوې ده.

 نوموړي ددې مېرمنې د روغتيايي حالت په اړه کره معلومات ور نه کړل.

 دويمه پېښه د بدخشان په مرکز کې د واورې ښويېدو له امله رامنځ ته شوې ده.

 د بدخشان د والي مرستيال سيف الرحمن شمس پژواک خبري اژانس ته وويل،چې واوره تېره شپه د ولايت مرکز د دره يفتل بالا په کلنګ سيمه کې را ښويېدلې ده.

 د نوموړي په وينا، په دې برفکوچ کې دوه کسان مړه شوي او بل تن ټپي دى،چې درې واړه يې نارينه وو.

  د بدخشان ولايت د سرې مياشتې مشرعبدالبصيرهمت هم ددې پېښې دتاييد ترڅنګ پژواک ته وويل،چې د ناسمې هوا له امله لا تراوسه نه دي توانېدلي،چې يفتل بالا درې ته مرسته ورسوي.

 نوموړي زياته کړه،چې هڅه کوي که هوا سمه شي دا سيمه به پاکه کړي او زيانمنو کسانو سره به هم مرسته وکړي.

 د بدخشان ولايت د طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست د معلوماتو له مخې، په وروستۍ اونۍ کې د واورو اورېدو له امله ،د وژل شويو کسانو شمېر٤٠ تنو او د ټپيانو شمېر ٨٠ کسانو ته رسېدلى دى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version