ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کورنی محدودیت او ناسم باورونه: مهتاب هغه بامیانۍ مېرمن چې اووه ماشومان یې کور کې زېږېدلي

20 Jan 2024 - 16:56
20 Jan 2024 - 16:56

بامیان (پژواک،۳۰ مرغومی ۱۴۰۲): ۴۵ کلنه مهتاب چې اووه ماشومان یې په کور کې زېږېدلي او تر اوسه د زېږون لپاره کوم روغتيايي مرکز ته نه ده بېول شوې، وايي چې د خاوند د کورنۍ له لوري د محدویت او ناسم باورونو له امله د امېدوارۍ پر مهال له روغتیايي پاملرنې بې برخې وه.

مهتاب چې د باميان ولايت د مرکز اړوند د «زرګران» کلي اوسېدونکې ده، اوس دوه زامن او درې لوڼې لري چې ‎په ​​خبره یې، يو ماشوم يې له زېږون مخکې او بل يې له زېږون وروسته مړه شوي دي.

هغې پژواک خبري اژانس ته وويل چې ټول ماشومان یې په خپل کور کې زېږولي دي.

سرچینې زياته کړه چې د واده يې شاوخوا ٢٤ کاله کېږي خو د خاوند د کورنۍ له لوري یې د کورني محدودیت او دوديزو باورونو له امله ‎د امېدوارۍ پر مهال د روغتیايي پاملرنې لپاره تر اوسه کوم روغتون ته نه ده تللې‎.

دغه مېرمن چې د باميان د ‎شل بستريز انتاني روغتون په دوه کيلومترۍ او د دغه ولایت د ولايتي روغتون په اووه کيلومترۍ کې اوسېږي، سره له دې چې د خاوند کورنۍ یې د دغو مرکزونو ټولو روغتیايي امکاناتو ته لاسرسی لري، خو بیا هم پر دې باور ده چې له کوره بهر زېږون ښه پایله نه لري او ښايي ماشوم د نورو خلکو او ناروغانو په لیدو له کومې روغتیايي ستونزې سره مخ شي.

د دې مېرمنې خاوند چې علي نومېږي خپلې لومړنۍ زده‌کړې یې په ځوانۍ کې ‎د سيمې له ملا امامه کړې او اوسمهال د باميان په بازار کې مزدوري کوي.

هغه له پژواک سره خبرو کې د خپلو دوو ماشومانو مړينه د تقدیر او قسمت مسله بولي ‎او پر دې باور دى چې په کور کې د «دایې» او تجربه‌لرونکو مېرمنو پر وړاندې زېږون ‎غوره دی؛ ځكه زېږون یوه ‎طبيعي پېښه ده ‎او روغتيايي مركز ته د امېدوارې ښځې لېږدول د دود خلاف كار دى.

هغه نه غوښتل چې په دې اړه نورې خبرې وکړي.

دا یوازې مهتاب نه ده چې زېږون یې په دودیز ډول کور کې تجربه کړی، بلکې فاطمه (مستعار نوم) یوه بله مېرمن ده چې د بامیان ولایت د مرکز «جګرخېل» کلي کې یې دوه ماشومان په کور کې ‎زېږولي دي.

هغې وويل چې د واده يې شاوخوا اووه کاله کېږي او دا مهال يو زوى او يوه لور لري چې دواړه يې په کور کې زېږېدلي دي.

هغې زياته کړه، روغتيايي ټیمونه د کورنۍ د تنظم مسایلو، د امېدوارۍ پر مهال د روغتیايي مراقبتونو او خوندي زېږون په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره ځو ځله د دوی کور ته ورغلي، خو هغې خپل دواړه ماشومان په کور کې ‎زېږولي دي.

فاطمې په ‎کور کې د زېږون لامل له خلکو شرمېدل او د خاوند د کورنۍ مخالفت وباله.

نوموړې زیاته کړه چې د امېدوارۍ پر مهال پر ستونزو سربېره، خلک هم په دې دوره کې هغې ته په منفي نظر ګوري او سپکو خبرو یې ځوروي.

د هغې په خبره، د خاوند کورنۍ یې هم لېواله نه ده چې دا د امېدوارۍ ‎پر مهال روغتيايي مرکزونو ته ولاړه شي او زېږون په روغتون کې وکړي.‎

بلخوا، يو شمېر نورې مېرمنې په کلينيکونو کې د مسلکي ډاکترانو او د لېږد رالېږد وسایطو نشتوالی بله ستونزه بولي چې په کور کې د ښځو د زېږون لامل ګرځي.

د باميان ولايت د مرکز شیبرتو سیمې اوسېدونکې زهرا هم وايي، د ټرانسپورټي اسانتياوو او په لرو پرتو سيمو کې د تجربه‌لرونکو قابله‌ګانو نشتوالى او د خلکو د پوهاوي کچې ټيټوالى نورې هغه ستونزې دي چې له امله یې ډېری امېدوارې ښځې اوس هم په خپل کور کې زېږون کوي.

خو ډاکتران په کور کې زېږون ‎خطرناک بولي او وايي، د هغو ماشومانو او ميندو د مړينې خطر لس سلنه ډېر شوی چې په دوديز ډول په کور کې زېږون کوي.‎

د باميان ولايت په يوه روغتيايي مرکز کې د نسايي ولادي برخې متخصصې ‎ډاکتر زهرا محمدي له پژواک‎ سره په خبرو کې وويل،‎ زېږون د میندو لپاره ‎يو ډېر سخت کار دى او له امکاناتو او روغتیايي پاملرنې پرته د مور او ماشوم روغتيا له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د هغې په باور، په کور کې زېږون د ماشومانو مړینه او مور ته د احتمالي زیان رسېدو خطر څو برابره زیاتوي.

د هغې په خبره، امېدوارې مېرمنې بايد تل تر روغتیايي څارنې لاندې وي؛ ځکه چې په کور کې د زېږون پر مهال ښايي مور او ماشوم له جدي ستونزو سره مخ شي چې کېدای شي له طبي تجهیزاتو او مسلکي کسانو پرته ‎د ماشوم یا مور د مړینې لامل شي.

په باميان کې د یوه روغتيايي مرکز قابله نجيبه هم وايي، امېدوارې مېرمنې هغه مهال کولای شي خوندي زېږون ولري چې د امېدوارۍ پر مهال تر مراقبت لاندې وي او زېږون په روغتون کې ورکړي.‎

د هغې په ​​وينا، کله چې امېدواره مېرمنې روغتون ته مراجعه کوي، باید له زېږون مخکې روغتیايي سپارښتنو ته پر پاملرنه سربېره د هغوی د وینې فشار او وزن وکتل شي او د قابلې او روغتیايي امکاناتو په شتون کې ورته د زېږون زمینه برابره شي.‎

هغې زیاته کړه، د ماشوم او مور د پنځه‌ګوني واکسین د تطبیق موضوع او له زېږون وروسته پاملرنه هم خورا مهمه ده چې د ماشوم او مور ژوند له خطره ژغوري.

نوموړې زیاته کړه، ‎کله چې کورنۍ ذکر شوو موارد ‎ته پاملرنه ونه کړي او د خپلو ناسمو باورونو پر بنسټ په کور کې په غيرمعياري ډول د زېږون په ترسره کولو ‎ټينګار وکړي، د ماشوم او مور ژوند به له جدي ګواښ سره مخ شي.

ورته وخت کې د بامیان د عامې روغتیا رییس ډاکتر جعفر ذکي د دغه ولایت‎ په کچه د لازمو اسانتیاوو او روغتیايي پرسونل د شتون خبره کوي.

هغه وايي چې پر روغتونونو سربېره د باميان ولایت په کچه په ٧٦ کلينيکونو کې هم کافي درمل او قابلې شته څو امېدوارو مېرمنو ته د خوندي زېږون زمینه برابره شي.

د باميان د عامې روغتيا رييس څرګنده کړه چې دغه ولایت کې ‎روغتيايي خدمتونه په سمه توګه وړاندې کېږي او د روغتياپالانو، درملو او امبولانس په برخو کې کومه جدي ستونزه نشته.

خو هغه زياته کړه، ډېرى هغه کسان چې روغتيايي پوهاوى لري، خپلې مېرمنې د زېږون لپاره روغتيايي مرکزونو ته لېږدوي، خو د هغو مېرمنو سلنه ډېره کمه ده چې په کور کې زېږون ورکوي.

د بامیان د عامې روغتيا ریيس له خلکو وغوښتل چې د خپلو ناسمو باورونو له مخې د مېرمنو او ماشومانو ژوند له خطر سره مخ نه کړي او تل د خوندي زېږون لپاره روغتيايي مرکزونو ته مراجعه وکړي.

Views: 193

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version