ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې څلور تنه ووژل شول

23 Jan 2012 - 13:23
23 Jan 2012 - 13:23

اسلام اباد ( پژواک ٣ سلواغه ٩٠ ) : پر قبايلي سيمې شمالي وزيرستان د امريکا د يوې بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې څلور تنه وژل شوي دي.

 په شمالي وزيرستان کې يو تن دولتي چارواکي ، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د سلواغې په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد نن له غرمې مخکې د شمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه ته نږدې دته خېلو په سيمه کې شوى دى.

 سرچينې زياته کړه ، چې ا مريکايي بې پيلوټه الوتکې پر يوه کور او يو موټر ميزايل توغولي، چې له امله يې څلور تنه وژل شوي او يو تن ټپي دى.

 خو دغې دولتي سرچينې وويل چې د وژل شويو کسانو هويت تر اوسه نه دى څرګند شوى.

 د نصير اعظم مسعود په نامه يوه ځايي خبريال پژواک اژانس ته وويل چې لومړى بريد پريوه موټر شوى ، چې له امله يې دوه تنه وژل شوي دي.

 د نوموړي په وينا، له دې بريده څو شېبې وروسته په سيمه کې پر يوه کور هم توغندى وتوغول شو، چې په ترڅ کې يې درې تنه وژل شوي او يو تن ټپي شو.

  نصير اعظم وايي چې له دې بريدونو وروسته هم بې پيلوټه الوتکو په سيمه کې پروازونه کول، چې له امله يې په خلکو کې وېره خپره شوې ده.

 لس ورځې مخکې هم پر شمالي وزيرستان د بې پيلوټه الوتکو هوايي بريد شوى و، چې له امله يې يو شمېر کسان وژل شوي و ، ځينو سرچينو په دې بريد کې د پاکستاني طالبانو د مشر حکيم الله مسعود او دالقاعدې د يوه قوماندان اسلم اعوان د وژل کېدو خبر ورکړى و، خو طالبانو دغه خبر رد کړى و.

 د يادونې ده، چې څو مياشتې مخکې پر مومندو ايجنسۍ د ايساف د امريکايي ځواکونو په يوه هوايي بريد کې د٢٤ پاکستاني سرتېرو له وژل کېدو وروسته امريکا تر يوې نيمې مياشتې پورې د بې پيلوټه الوتکو هوايي بريدونو لړۍ بنده کړې وه.

خو له تېرو دوو اونيو راهيسې دا ډول بريدونه يو ځل بيا پيل شوي دي.

 بلخوا امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز پخپل يو راپور کې ويلي، چې دامريکا د پارلمان ( کانګرېس) له منظورۍ پرته د بې پيلوټه الوتکو بريدونه غير قانوني دي.

 سرچينې زياته کړې چې د قانون له مخې په جنګونو کې د بې پيلوټه الوتکو له کارولو ٤٨ ساعته مخکې بايد له کانګريس څخه يې اجازه واخيستل شي.

 خو نيويارک ټايمز ليکلي چې امريکا له تېرو اوو کلونو راهيسې په افغانستان، پاکستان، عراق او ځينو نورو سيمو کې بې پيلوټه الوتکې کاروي، خو له کانګريس څخه يې هېڅکله اجازه نه ده اخيستې.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version