ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې پنځه تنه و وژل شول

16 Feb 2012 - 10:57
16 Feb 2012 - 10:57

اسلام اباد (پژواک ٢٧ سلواغه ٩٠): دولتي چارواکي وايي، چې په شمالي وزيرستان کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې يو شمېر خلک وژل شوي دي.

په شمالي وزيرستان کې يوه دولتي چارواکي خاندان خان د سلواغې په ٢٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه بريد نن سهار د شمالي وزيرستان د ميرانشاه اړوند د سپلګې په سيمه کې شوى دى.

د ده په وينا، بريد پر يوه کور ترسره شوى دى، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې نور معلومات نه درلودل.

په سيمه کې يوه ځايي خبريال ملک ممتاز پژواک اژانس ته وويل، چې د بې پيلوټه الوتکې په دغه بريد کې پنځه تنه وژل شوي او دوه ټپيان دي.

ده هم وويل، چې دغه بريد پر يوه کور شوى، چې له امله يې ياد کور په بشپړ ډول ويجاړ شوى او وژل شوي کسانو نه پېژندل کېږي.

د سيمې خلک وايي، چې اوس هم ( لس بجې) پر سيمه بې پېلوټه الوتکې الوتنې کوي او خلک له نورو بريدونو په وېره کې دي.

يو شمېر خلک او خبريالان وايي، چې په بريد کې وژل شوي او ټپيان ټول ملکي وګړي دي.

د يادونې ده، چې تېره اونۍ هم د سپلګې په سيمه کې د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې څلور تنه وژل شوي وو، چې د امنيتي سرچينو په وينا، په هغو وژل شوو کې يو د القاعده ډلې مهم غړى بدر منصور هم شامل و.

د تېر کال د نومبر مياشتې په ٢٦مه نېټه پر مومندو ايجنسۍ کې پر پاکستاني پوستو د ناټو ځواکونو له بريد وروسته، په پاکستان کې د امريکايانو شمسي هوايي اډه وتړل شوه او ورسره تر يوې نيمې مياشتې پورې پر قبايلي سيمو کې د بې پېلوټه الوتکو بريدونه هم بند شول.

خو له تېرو څو مياشتو راهيسې يو ځل بيا دغه بريدونه پيل شول، چې د امنيتي چارواکو په وينا، د القاعده او وسلوالو طالبانو يو شمېر مهم کسان په کې وژل شوي دي.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version