اسلام اباد (پژواک ١١ چنګاښ ٩١): پر شمالي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريدکې پنځه تنه وژل شوي .
د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کې د محمداکبر په نوم يوه دولتي چارواکي پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دغه بريد نن سهار (د چنګاښ ١١مه) له مرکز ميرانشاه ١٥٠ کيلومتره لرې لوېديځ لور ته د شوال تحصيل په دره نشتر سيمه کې شوى دى.
هغه زياته کړه، چې بې پيلوټه الوتکې په سيمه کې پر يوه کور راکټونه توغولي، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې تر اوسه معلومات نشته.
ځايي سرچينې وايي، چې په دغه بريد کې پنځه تنه وژل شوي دي.
سرچينې زياتوي، چې په دې پېښه کې ياد کور په بشپړه ډول ويجاړ شوى او وژل شوي کسان هم د پېژندلو وړ نه دي، چې ځايي اوسېدونکي به وي او که وسلوال.
د سيمې خلک وايي، چې تر بريد وروسته هم څارګرو الوتکو الوتنې کولې، چې له امله يې خلک وېرېدلي وو.
د يادونې ده،چې په روان کال کې پر شمالي وزيرستان د بې پيلوته الوتکو ٢٢ بريدونه ترسره شوي او له امله يې تر ٤٥ ډېر کسان په کې وژل شوي دي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن