ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوباما: د طالبانو زور مات شوى او القاعده د تېښتې په حال کې ده

25 Jan 2012 - 09:28
25 Jan 2012 - 09:28

کابل (پژواک ٥ سلواغه ٩٠): د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي، چې د القاعدې غړي د تېښتې په حال کې دي او په افغانستان کې د طالبانو زور مات شوى دى.

بارک اوباما دغه څرګندونې تېره شپه د امريکا ملي شورا (کانګرېس) ته په خپلې کلنيزې وينا کې کړې دي.

هغه زياته کړې، چې له پاکستان څخه نيولې تر يمن پورې د القاعدې غړي د تېښتې په حالت کې دي او هغوى اوس په دې پوه شوي، چې له امريکا څخه نه شي خلاصېداى.

بارک اوباما وايي، چې په عراق کې د جګړې له پاى ته رسېدو وروسته امريکا ته دغه چانس په لاس ورغى، چې پر خپلو دښمنانو پرېکنده بريدونه ترسره کړي.

د امريکا ولسمشر زياتوي، چې له نهو کلونو وروسته په عراق کې جګړه پاى ته رسېدلې، ټول امريکايي سرتېري له دغه هېواد څخه راستانه شوي دي.

اوباما وايي: ((په تېرو دوو لسيزو کې د لومړي ځل لپاره حالات داسې شوي، چې اسامه بن لادن د امريکا لپاره نور ګواښ نه دى.))

د هغه په وينا، د القاعدې ګڼ شمېر لوړ پوړي قوماندانان له ماتې سره مخ شوي او نور يې د تېښتې په حال کې دي، د طالبانو زور مات شوى او په افغانستان کې د مېشتو امريکايي ځواکونو د بېرته ستنېدو لړۍ پيل شوې ده.

ده زياته کړه: ((امريکا له خپل پياوړي حيثيت لرلو سره د افغان جګړې د پاى ته رسولو هڅې پيل کړې دي.))

د امريکا ولسمشر وايي، چې تېر کال له افغانستان څخه لس زره امريکايي سرتېري وتلي او په روان کال کې به ٣٠زره نور سرتېري ووځي.

هغه زياته کړې، چې په افغانستان کې افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد پروسه روانه ده او دوى غواړي، چې له افغانستان سره اوږودمهاله ستراتيژيکې اړيکې ولري، ترڅو په راتلونکي کې افغانستان پر امريکا د بريدونو لامل ونه ګرځي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما په دغې وينا کې، په داسې حال کې د افغان جګړې د پاى ته رسولو خبرې کړې دي، چې په دې وروستيو کې د طالبانو او امريکا تر منځ د خبرو اترو راپورونه ورکړل شوي دي.

دغه راز ټاکل شوې، چې د دغو خبرو اترو د برياليتوب لپاره په قطر کې د طالبانو دفتر هم پرانيستل شي او په دې برخه کې افغانستان او امريکا هم خپله موافقه ښودلې ده.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version