ترينکوټ(پژواک٥سلواغه٩٠): د اروزګان ولايت د حج او اوقافو رييس مولوي حمدالله د اختلاس او بډې اخيستنې په تور څارنوالۍ ته معرفى شو.
داروزګان والي محمد عمر شيرزاد د سلواغې په ٥مه په خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل چې ددې ولايت د حج او اوقافو رييس مولوي حمدالله د دندې پرمهال د بډې اخيستنې په تور څارنوالۍ ته معرفي شوى.
دوالي په وينا، پر نوموړي تور دى چې په روان لمريزکال کې يې د حج فورمې خرڅې کړې او په دغه برخه کې يې له ځينو کسانوڅخه بډې اخيستې دي.
شيرزاد وويل، چې په مولوي حمدالله ددغه تورونو ترڅنګ نورتورونه هم شته چې ګوندې د حاجيانو د انتقال پرمهال يې دهغوى حقونه خوړلي دي .
نوموړي زياته کړه ، چې د مولوي حمدالله دوسيه څارنوالۍ ته استول شوې او قانوني چلند به ورسره وشي.
خو د اروزګان د حج او اوقافو رييس مولوي حمدالله پژواک سره په خبرو کې دغه تورونه رد کړل او زياته يې کړه : ((دناقانونه غوښتنو دنه پوره کيدو په صورت کې راباندې دغه تورونه لګول شوى دى))
مولوي حمدالله وايې چې داسې شواهد نشته چې ترمخه يې هغه تورن شي.
نوموړي د اروزګان والي په دې تورن کړ چې په روان کال کې دحاجيانو د ليږد پرمهال ورڅخه هغه د ١٧حاجيانو د ليږد دغيرقانوني سهم غوښتنه کړې وه.
دده په خبره والي ته ددغه سهم د نه ورکولو په صورت کې پرې دغه تورونه لګول شوي دي.
د اروزګان دولايتي شورا مشر امان الله هوتک هم د حج او اوقافو پر رييس لګول شوي تورونه بې بنسټه وبلل او زياته يې کړه چې د حاجيانو دليږد پرمهال يې د يوه څارونکي په توګه له دغه بهيرڅخه څارنه کوله او داسې هېڅ يې نه دي ليدي چې مولوي حمدالله پرې تورن ثابت شي.
هوتک مولوي حمدالله داروزګان ولايت يو دينې عالم وباله او پرهغه لګول شوى تورونه له حقيقته لرى بولې.
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن