ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان د پوهنې رييس، د والي له خوا پرې لګول شوي تورونه ردوي

26 Nov 2012 - 16:51
26 Nov 2012 - 16:51

کابل-ترينکوټ (پژواک ٦ لېندۍ ۹۱): د اروزګان د پوهنې رييس او په دغه ولايت کې د يونسکو د سواد زده کړو مسوول، د والي له خوا پر دوى لګېدلي تورونه رد کړل او زياته يې کړه، چې د هغه د ناروا غوښتنو د نه منلو له امله څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د پوهنې رييس صديق الله هاند او په دغه ولايت کې د يونسکو موسسې د سواد زده کړو مسوول شريف الله جنتي څو ورځې مخکې د اختلاس او اداري فساد په تورنو څارنوالۍ ته معرفي شوي او اوس تر توقيف لاندې دي.

صديق الله هاند نن (د لېندۍ٦مه) له توقيف ځاى څخه د ټيلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د اروزګان د والي د غير قانوني غوښتنو د نه منلو په صورت کې څارنوالۍ ته معرفي شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې پر دوى لګېدلي تورونه حقيقت نه لري او نه هم د کوم جرم مرتکب شوي دي.

د پوهنې رييس وويل: ((ما د خپلې د ندې پر مهال داسې کوم کار نه دى کړى، چې له امله دې زه څارنوالۍ ته معرفي شم، خپله دنده مې په قانوني توګه ترسره کړې ده.))

د نوموړي په وينا، د پوهنې رياست لپاره د والي له لوري نومول شوى سلاکار ترې داسې غوښتنې کولې، چې ده يې د پوره کولو توان نه درلود.

هاند د دې پوښتنې په ځواب کې، چې دا غوښتنې څه وې؟ وويل: ((د ځينو ستونزو له امله يې اوس نه شم په ډاګه کولى، خو چې وخت يې راشي په ډاګه به يې کړم.))

په اروزګان کې د سواد چټکو زده کړو د پروګرام مشر شريف الله جنتي هم وايي، چې د اروزګان د والي له لورې يې پر ادارې دا تور دى، چې هېڅ کار يې نه دى کړى، په داسې حال کې چې دوى لسګونه د سواد د زده کړې پروګرامونه جوړ کړي دي.

 هغه پژواک اژانس ته وويل: ((هغه مهال د والي له لوري له دغه چلند سره مخ شوم، چې ما هڅه کوله، له مستوفيت څخه د ښوونکو معاشونه ترلاسه کړم.))

د نوموړي په وينا، والي ويل چې پروګرامونه يې نشته، نو معاش د څه لپاره ترلاسه کوي او په دې پلمه يې څارنوالۍ ته معرفي کړ.

جنتي زياتوي، چې اوسمهال په اروزګان کې د سواد د زده کړې شاوخوا ١٢٠ مرکزونه لري او ښوونکي په کې په تدريس بوخت دي.

خو د اروزګان د والي وياند عبدالله همت بيا د دوى له خوا پر والي لګېدلي تورونه ردوي او زياتوي، چې د دوى قضيه په څارنوالۍ کې ده او هغوى ترې څېړنې کوي.

د هغه په وينا، د څارنوالۍ له څېړنو وروسته به معلومه شي، چې اصلي قضيه څه ده.

د پوهنې وزارت د نشراتو امر عبدالصبور غفراني پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د اروزګان د پوهنې رييس توقيف دى، خو تر اوسه يې دوى ته لامل نه دى معلوم.

هغه زياته کړه، چې په دې اړه يې د ولايت له مقامه غوښتي، چې د نوموړي د توقيف لاملونه په ډاګه کړي.

د يادونې ده، له دې مخکې د دغه ولايت د حج او اوقافو رييس مولوي حمدالله هم څارنوالۍ ته معرفي شوى و.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version