ترينکوټ ( پژواک ٢ ليندۍ ٩١ ) : د اروزګان د پوهنې رييس صديق الله هاند او په دغه رياست کې د ملګرو ملتونو د يونسکو ادارې د سواد زده کړو مسوول شريف الله جنتي د اختلاس او اداري فساد په تور څارنوالۍ ته ور وپېژندل شول.
ددغه ولايت د مطبوعاتي دفتر لخوا دلړم په ٢مه،پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، پر يادو کسانو تور دی ، چې د پوهنې په رياست کې يې پراخ اداري فساد او اختلاس کړى او دا مهال ترې د څارنوالۍ له لوري پوښتنې او ګروېږنې روانې دي .
د سرچينې د معلوماتو له مخې،د اروزګان والي اميرمحمد اخندزاده عدلي اوقضايي ارګانونو ته ويلي، چې په شفافه او دقيقه توګه دې د دوی اړونده دوسيه وڅېړي.
والي دغه راز زياته کړې ، چې په اداري فساد او اختلاس تورن کسان به هېڅکله له محاکمې پرته پرېنږدي او خامخا به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندل کېږي .
نوموړى وايي،چې هېچاته به اجازه ورنکړي، چې د اروزګان ولايت د مظلومو خلکو په حقونو خېټه واچوي .
د هغه په وينا، د مجرمينو د محاکمې په هکله ډېر جدي دی او په دې برخه کې به د هېچا سپارښتنه ونه مني.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن